“مفکر” له بزګرانوسره څه کوي؟!!

لیکوال: انجینرمطیع الله حلیمي
افغانستان هغه هیواد دی، چي تر نیم ډیر وګړي یي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کرنه بوخت دي اوله دې لاري د ژوند اړتیاوي ترډیره پوره کوي. له همدي امله په روانو شرایطو کي کرنه خورا مهم فکتور دی چي د افغانانو د یوې لويې فیصدۍ د ژوند څرنګوالی ورپوري تړلی دی او له دې ډلي څخه بزګران چي کرنیزو محصولاتو مولدین دي، اساسي برخه جوړوي او د هیوادوالو زیارکشه برخه بلل کیږي.
له بده مرغه ګورو چي دغه مهمه برخه هم د هیواد د نورو اقتصادي محرکینو په څیر د حاکم سیاسي او نظامي شرایطو او موخو ښکار ګرځیدلې او د دې لپاره چې پر کرهڼه بوخته د ولس دغه لویه برخه د بهرنیو تیري کوونکو لخوا د یو لړ موخو لپاره تر فشار لاندي راوستل سي، نو په په هیواد کي کرنیزو چارو ته په لوی لاس خنډونه زیږول کیږي او زیږیدلې ستونزي نا حل پریښودل کیږي.
که څه هم دا یواځي د نن یرغلګرو عرف او دود نه دی بلکې په تاریخ کي هر یرغلګر او تیري کوونکو هڅه کړې چي د یرغمل ولسونو کروندې او څاروي له منځه یوسي ترڅو یرغمل ولسونه کمزوري وساتي خوعصري یرغلګر په عصري امکاناتو او عصري لارو چارو دا چاره ترسره کوي.
له بده مرغه زموږ ګران هیواد له عصري اشغال او یرغلګرو سره مخ دی خو دا یرغلګر په لویه کې کروندو ته اور نه ورته کوي یا څاروي په مستقیمه توګه نه وژني بلکي چاپیریال داسې برابروي چې د کرنیزو محصولاتو ارزښت له خاورو او ایرو سره برابر کړي.
خو مخکي له دې چې د هیواد پر کرنیز حالت بحث وکړو باید ووایم معاصره کرهڼه دوه مهم اړخونه لري، چي یو اړخ يې د تولیدي بهیر دی او بل هغه يي بازار یا مارکیټ دي. که ددې دواړو اړخونو څخه یو هم له خنډسره مخ سي نو ټوله کرنیزه پروسه له خنډ سره مخ کیږي
خو په هیواد کې سره له دي چي بزګرانو ته د تولید په برخه کي د پام وړ کوم سهولت نه دی برابر سوی او حاکمې ادراې يې په وړاندي پوره بې غوري کوي خو بیا هم د پوره زیار او د لاسونو د تڼاکو پرمټ هر کال د پام وړ کرنیز محصولات بازار ته وړاندې کوي، يعني دا ویلی سو چې د کرهڼې لومړي اړخ بزګر په خپل مټ نسبتاً په ښه توګه ترسره کوي. خو په مارکیټ یا بازار کې د مؤلد یا بزګر واک محدودیږي او محصول د سوداګر کنترول یا لاس ته ځي او سوداګر دی چې محصول پروسس یا مصرفوونکي ته يي رسوي او پدي ډول د اقتصادي راکړې او ورکړئ جریان منځ ته راځي. خو دا جریان هغه وخت مؤثر او مثبت وي چې د تولید او مصرف تر منځ مناسبه موازنه منځته راغلي وي او دا موازنه هغه وخت رامنځته کیدای شي چي مسؤل ادارات او چارواکي ورته د خپل مسؤلیت له مخې مناسب بستر رامنځته کړي او د کرنیزو تولیداتو په تناسب د کور دننه او بهر ورته پیریدوونکي ومومي.
يعني که په لنډو ووایو د کرهڼي په برخه کي دا د حاکم نظام یا ادارې دنده ده چې بزګرانو ته د تولید په برخه پوره سهولتونه برابرکړي او د کور دننه او بهر ورته مناسب بازارونه ولټوي او که اړوند چارواکي او ادارات خپل دا ډول مسؤلیتونه نه اداکوي نوطبعي ده چې دا چاره به له لويو خنډونو سره مخ وي.
زموږ په هیواد کې په کرهنیزو چارو بوخت وګړي په ځانګړي توګه د بزګرانو اساسي ستونزه همدا ده چې چارواکي يې پر وړاندې خپل مسؤلیت نه اداکوي، بلکې د لویو فرصتونو شتون او د کرنیزو محصولاتو دا ناوړه حالت ته په کتوسره دا په ګوته کوي چې چارواکو په لوی لاس دې حالت ته لاره برابره کړې ده. د بیلګي په توګه د افغاني کرنیزو محصولاتو کمساری طبعي کیفیت چې کولی سي په سیمه او نړۍ کې خپل کافي پیریدونکي ولري او همدا راز افغانستان د خپل جغرافیوي موقیعت له نظره د سيمي او نړۍ یو شمیر لويو بازارونو ته څیرمه پروت دی چې دا یو بل زرین فرصت دی چي په اسانۍ سره زموږ کرنیز محصولات دغو بازارونو ته لارموندلی سي، اودداسي نور ډیرفرصتونه موجود دي خو له بده مرغه د هیواد په چارو حاکم چارواکي پر ځای د دې چې د ولس ستونزې حل کړي او د خپل مسؤلیت اړوند خدمتونه وړاندي کړي، په نورو کیسو بوخت وي، کرنیز محصولات په کروندو کې له منځه ولاړ شي یا ډیری وخت يې مارکیټ په دومره بد حالت کې وي چي بزګرانو ته آن د تولید لګښت هم نه ورپوره کوي، ملي سوداګرو ته د سهولتونو پر ځای ستونزي جوړيږي او په کور دننه او بهر ورته د ستونزو د حل په برخه کې يې څوک غوږ هم نه ګروي او همدا زار ورځ تر بلې د مفکر د تبلیغاتي لاپو او ډنډورو خلاف، په لوی لاس هیواد د تجارت په برخه کې د محاصرې حالت ته ځي او د پلان شويو شخړو له مخي د سیمي مهمو بندرونو ته د افغاني سوداګرو لاس رسی محدودیږي او داسي نورې ویجاړوونکې کړنې دا څرګندوي چې دا چارواکي دې مظلوم ولس ته د خدمت لپاره نه، بلکې د ولس د ځپلو په موخه د بهرنیانوله لوري پر ولس تپل شوي او یوازې د خپل بادار لخوا د مزدورۍ په فکر کې دي او بس.
اما په تبلیغاتي ډګر کې بیا مفکر صیب د سټیج پر سر او د مایک تر شا په خپلو ویناوو کې ولس ته د وعدو او لاپو په بهیر کې غرونه غوښه او سیندونه شوروا یادوي او ولس ته وايي چې ډوډۍ پکي ماته کړي نور هر څه برابر دي او که په ټاکنو کې بیا ځلي بریالی شي نو دا کار به هم پخپله وکړي خو که د تبلیغاتو او لافو دا لړۍ همداسې روانه وي، لرې نه ده چې یوه ورځ به مفکرصاحب ولس ته په خطاب کې ووايي چې پلان لري آسمان ته زینه جوړه کړي او دا پلان به یې په راتلوونکي پنځو کلنو کې عملي شي، نو خیاطان به ورته چکچکي کوي او ځیني سادګان به ورته په هیله وي.
ځینې کارنامې هم شته چې مفکر صیب او خیاطان يې د هیواد په تاریخ کې بې سارې لاسته راوړنه ګڼي او د ولس سترګو ته يي کته او پورته کوي مثلً تل په شدمد وايي چې ګواکې افغانستان يې د پاکستان له لارو او بندرونو بی نیازه کړی او هیواد يې د منځنۍ آسیا هیوادونو سره نښلولی دی، یا هم هیواد يې د هوايي دهلیزونو په واسطه له نړۍ سره وصل کړی او داسې نور…
خو که ځمکني واقعیتونو ته راشو نو وبه ګورو چې د مفکر صیب دا”خدمتونه ” تر هغه ډیر کم وزن لري څومره چې تلبیغیږي. همدا له پاکستان څخه د بې نیازۍ په اړه که وګورو اساسي ستونزه افغاني سوداګرو او افغاني کرنیزو صادراتو ته جوړه ده هلته د افغانستان صادرات ډیر کم سوي او د سیمي بازارنو ته د انتقال په برخه کي ورته ستونزي زیږيدلي برعکس ګورو چي زموږ بازارونه او مارکیټونه اوس هم له پاکستاني پلاستیکي شپلیو، پوقاڼو او داسې نورو توکو ډک دي اوهيڅ ډول کمښت پکې نه تر سترګو کیږي. بل د مرکزي آسیا له هیوادونو سره د اتصال په اړه دا ویلی سو چې دا به د هغه هیوادونو ښه کار وي نه د مفکرصیب ځکه چي همدا د مرکزي آسیا هیوادونه دي چې خپل اوړه، غنم او داسې نور توکي افغانستان ته صادروي او دلته يي ښه مارکیټ موندلی خو پر وړاندې زموږ کرنیز صادرات د مقایسی وړ هم نه دي، دا به هغه وخت د مفکرصیب توره ګڼل کیده چې زموږ د میوو قیمتونه په دومره بد حالت کې نه وای بلکي د منځۍ آسیا په بازارونو کې په مناسب قیمت پلورل کیدای، همداراز د هوايي د هلیزونو په هکله ویلی سو چې شاید په دې به هر څوک پوهیږي چي دا د هلیزونه په هیڅ صورت د کرنیزو محصولاتو د انتقال لپاره اقتصادي او منطقي لاره نسو بللی.
نور هم ډیر نمایشي کارونه دي چې که پوره بحث پرې وکړو نو لیکنه به مو خورا اوږده شي.
په پاي کې باید ووایو چي د کابل حکومت مشر ښاغلی اشرف غني دې نور د بهرنیانو په اشاره د ولس نوموړي زیارکشه برخه نه ځپي او نورې ورته د خنډونو پرځای د سهولتونو د برابرولو په فکر کي شي، که نه د الله تعالی محاکمه لرې نه ده او تاریخ هم پر ګوډاګیانو او ظالمانورحم نه کوي.
دعاکوم چې مهربان رب(ج) دي نور مظلومو افغانانو ته واقعي خپلواکي او استقلال راوبخښي او نور دې د خپلې مهربانۍ له مخې د نړيوال ښکیلاک له شیطاني لومو خلاصون راکړي.
آمين یارب العامین



