طالبانو د کندهار معروف ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۹)

د راپورونو له مخې، تيره شپه طالبانو د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ او شاوخوا تأسيساتو بريدونه کړي چې لسګونو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ یاده ولسوالۍ هم سقوط شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، د طالبانو په بريد کې له پنځه ويشت زيات عسکر وژل شوي او ځينې نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې د یاد برید پخلی کړی زياتوي په ياده ولسوالۍ طالبانو د سپکو، درنو او ليزري وسلو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمير عسکر وژل شوي، ګڼ نور طالبانو ژوندي اسيران کړي او په زياته وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.

طالبانو ويلي، په دې اړه به نور جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

تر اوسه د کندهار مسؤولينو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د امنيې قومندانۍ یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط یاد بريد او پکې دولتي ځواکونو اوښتي تلفات تاييدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button