(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۹)
طالبان وايي، د تيرو ۲۴ ساعتونو په موده کې يې د هيواد په پنځه ويشت ولايتونو کې ۵۲ عمليات ترسره کړي چې له دوه نيم سوه زياتو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه ويلي، په پنځه ويشت ولايتونو کې په پوستو، پوځي قطارونو او نظامي اهدافو ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ۱۸۴ عسکر، پوليس او اربکيان وژل شوي او ۸۴ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده موده کې ۱ عسکر ژوندی نيول شوی او څلور نور طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالبان وايي، د دغه عملياتو په پايله کې نهه پوستې نيول شوي، لس پوځي وسایط تخريب او ۵۵ ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه مهمات د طالبانو لاسته لويدلي دي.
خبرپاڼه کې د درې طالبانو د وژل کيدو او پنځو نورو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.
طالبان هره ورځ رسنيو سره د خپلو کړيو عملياتو شريکوي چې په وروستيو کې يې د هيواد په بيلابيلو برخو کې پرمختګونه کړي او له دولتي ځواکونو يې ډيری سيمې او نظامي تأسيسات نيولي دي.

















