کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
پرون شنبه دامریکا اوطالبانو ترمنځ اووم پړاو مذاکرات پیل شول، داپړاو حساس او برخلیک ټاکونکی بلل شوی.
په دې اساس د قطر مشهورې رسنۍ الجزیرې په یوه راپور کې ویلي، چې دمګړی په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې په څلورو مسائلوروانې دي.
د سرچینې په وینا تېره شپه تر ۹ نیمو بجو دواړو لور پر مهمو مسایلو بحث کړی دی.
په راپور کې وړاندې راځي چې طالبان او امریکا پر څلورو مواردو، د چا پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل، د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل، بین الافغاني خبرو او اوربند بحثونه کوي.
وسله والو طالبانو او یا امریکا تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.
خبرې پرون پيل شوې دي او په راتلونکو ورځو کې به هم ادامه پیدا کوي.
طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو ويلي چې دغه ډله دا ځل له امریکا واضح او غوڅ ځواب غواړي، یوشمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو هم داځل هیله مندي ښودلې، اودبعضو توافقاتو خبریې ورکړی.

















