کابل ټکی کام( یکشنبه، ۹چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن جنوبي کوریا ته تللی وو او له هغه ځایه بیا د د دواړو کوریاګانو ترمنځ غیر نظامي ساحې ته ولاړ.
ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا په خاوره کې د کوربه هیواد له ولسمشر کیم جونګ سره ولیدل او په لاس یې روغبړ ورسره وکړ.
د روغبړ پر مهال کیم جونګ وویل، ډیر اعلی خو په ټکو یې چې ده تمه نه درلوده چې د امریکا له ولسمشر سره به په دې خاوره کې لیده کاته وکړي.
په دې لیدنه کې له ډونالډ ټرمپ سره د نوموړي لور او زوم هم ول.
د شمالي کوریا د ولسمشر او ټرمپ ترمنځ دا درېیمه لیدنه ده چې ترسره کیږي، ټرمپ تر دې وړاندې د جي ۲۰ هیوادونو په سرمشریزه کې ویلي وو چې له کیم جونګ سره به د درېیم ځل لپاره وګوري.
د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا او امریکا له ډیره وخته سره جوړ نه دي خو په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکې او چارواکي سره نږدې شوي دي.

















