سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې او نتیجه یې

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جون 30, 2019
کټګوریانې: سرمقاله
0
23
ځلې شریک شوی
290
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرمقاله

تیره ورځ د جون پر نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو له اعلان سره سم د دواړو خواوو ترمنځ اووم پړاو خبرې پیل شوې او نن د اووم پړاو دوهمه ورځ ده چې خبرې روانې دي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ چې په تیرو او اوسنیو پړاوونو کې د خبرو کومه اجنډا وه/ده، هغه دوه ټکي دي: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د طالبانو لخوا امریکا ته دا ضمانت ورکول چې د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه کارول کیږي.

په تیرو شپږ پړاو خبرو کې دواړه لوري په همدې دوو موضوعاتو په ورځو ورځو تم شول او پرې وغږیدل خو کومې مطلوبې نتیجي ته رسیدلي ښکاره نه شول او نه هم له یو لوري داسې څه واورېدل شول چې په هغه دې د افغانانو اندېښنې رفع او نوې خبرې ته څک غوږونه د ارامۍ احساس وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې د نورو شپږو پړاوونو په نسبت مهمې او سرنوشت سازه ښکاري؛ ځکه د دې راونډ تر پیل مخکې د دواړو خواوو نه د خوشبینۍ او د یوې ترلاسه کیدونکې نتیجې خبرې اوریدل شوي دي.

د طالبانو د مشرانو په ګډون د امریکایي چارواکو د خبرو نبض هم داسې محسوسیږي چې ممکن د دواړو خواوو استازي دا ځل له یو قاطع او واکمن دریځ سره د خبرو میز ته حاضر شوي وي او د افغانانو د هیلو موافق به یوه برخلیک ټاکونکې هوکړه اعلان شي.

د دې خبرو تر پیل فقط څو ورځې مخکې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سفر او دلته یې بیا د حکومتي چارواکو په ګډون د هغو سیاسي څېرو سره لیده کاته چې هغه د طالبانو سره په بین الافغاني ناستو کې مهم رول لوبوي، هم ښایي د امریکا او طالبانو د روانو خبرو سره تړاو ولري.

داسې ښکارېده چې مایک پمپیو له افغانستانه د امریکا د وتلو له خبرې سره حکومتي چارواکي اشنا کول، لکه څنګه چې یې له رسنیو سره هم په واضح ډول وویل: ښایي د دوو میاشتو په اوږدو له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږو او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسو.

نو په عموم کې چې د اووم پړاو خبرو نه مخکې حالات وارزوو، د امریکایي او طالب چارواکو خبرو ته په دقیق نظر ځیر شو او تیر شپږو پړاونو ته وګورو نو طبعاً ویلی شو، چې غړکه دومره وشاربل شي، هرو مرو کوچ ترې راوځي او غوړه مړۍ زموږ لاس ته راځي.

که فرضاً اووم پړاو خبرې هم بې له کومې نتیجې پای ته ورسیږي نو ممکن طالبان له امریکایانو سره د خبرو روانه لړۍ ودروي او تجدید نظر ورباندې وکړي، خو که د امریکا حالاتو ته نظر وکړو او په دې برخه کې د ټرمپ تلوسه تر څار لاندې ونیسو نو ویلای شو، چې امریکا نوره دې نتیجې ته رسیدلې چې د افغانستان مسئله حل او یو اړخ ته کړي؛ ځکه چې ټرمپ د افغانستان د جګړې د ختمولو کریډټ ته په ټاکنو کې زیات ضرورت لري او همدا رنګه امریکا په نورو نړیوالو مسائلو کې هم راایساره ده، چې په هغه کې د نه پرمختګ یو علت په افغانستان کې د امریکا ښکلتیا بللی شو، له همدې امله په پوره باور سره یو ویلای شو چې امریکا به په هر صورت له افغانستانه خپله شړۍ ورټولوي. ان شاءالله

لوی ټکي: امریکاخبرېطالباننتیجه
مخکینې مطلب

ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا په خاوره کې له کیم جونګ سره وکتل

بل مطلب

ټایمز: له تېرې ورځې راهیسې طالبانو دهیواد په لر اوبر کې خونړۍ جګړې پیل کړي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com