د طالبانو او امریکا خبرې ښایي نن پای ته ورسیږي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۰چنګاش، ۱۳۹۸)

د تیرې جون میاشتې په ۲۹مه نیته د طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو خبرې پیل شوې چې نن یې درېیمه ورځ ده.

دا پړاو خبرې د نورو پړاوونو په نسبت مهمې او سرنوشت سازه ښکاري، دواړه خواوې د ښو پایلو خبرداری ورکوي.

د طالبانو سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دا ځل خبرې ښې روانې دي او ښایي نن پای ته ورسیږي.

د سرچینې په وینا چې د خبرو په پای کې به یوه ګډه رسمي اعلامیه هم خپره شي.

ویل کیږي، دا ځل به طالبان او امریکایان په دوو مهمو موضوعاتو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د چا په ضد نه کارولو هوکړه اعلان شي.

د ځینو راپورونو پر اساس چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د بین الافغاني خبرو سلسله هم شروع شي خو طالبان بار بار وایي چې د افغانستان له حکومت سره من حیث حکومت هېڅکله خبرو ته نه کیني.

مربوطه مطالب

Back to top button