کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
اسراییلي پوځ په سوریه کې ددې هېواد پر دولتي ځواکونو هوایي بریدونه کړي، او مرګ ژوبله یې ور اړولې.
د سوریې دولتي رسنۍ وایي، اسراییلي ځواکونو نن د سوریې په دمشق او حمص ښارونو کې د سوریې د دولتي ځواکونو پر سنګرونو هوایي بریدونه کړي دي.
د سوریې پوځ وایي، د اسراییل جنګي الوتکو دا بریدونه نن سهار کړي دي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پوځ دبریدونو تائید کړی خو د تلفاتو په اړه یې پوره جزیات نه دي ورکړي.


















