طالبانو د ځواکونو د وتلو له مهالویش وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبر ورکړ

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۰چنګاش، ۱۳۹۸)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهالویش وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو سلسله شروع شي.

نوموړي ویلي چې له افغان حکومت سره من حیث حکومت هېڅکله خبرې نه کیږي.

د سهیل شاهین په ټکو: ‏”کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو مهالویش اعلان شي بیابه له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.”

شاهین دا خبره په خپل ټویټر شېبه مخکې لیکلې ده.

دی دا خبر په داسې حال کې ورکوي چې په قطر کې نن درېیمه ورځ طالبان او امریکایان په خبرو سره بوخت دي.

ویل کیږي دا پړاو خبرې ډیرې مهمې دي او دواړه خواوې به یوې هوکړې ته ورسیږي او اعلان به وکړي.

د ځینو سرچینو په باور چې ښایي نن د اووم پړاو خبرو وروستۍ ورځ وي او د خبرو په پای کې به یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button