کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دطالب اوامریکايي ټیمونو ترمنځ اووم پړاو مذاکرات مهم او برخلیک ټاکونکي بلل شوي، په همدې تړاو یوشمېر مشهورو ورځپاڼو مهمې تبصرې کړي.
قطرۍ ورځپاڼې الشرق لیکلي چې په قطر کې د افغان سولې خبرو د اووم پړاو ګډون کوونکي په دې هیله دوحې ته راغلي چې په دې پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګ وشي.
ورځپاڼه لیکي په دې پړاو خبرو کې په څلورو موضوع ګانو خبرې کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د امریکا او نورو هېوادونو پرضد د افغان خاورې نه کارول، د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون او پراخه اوربند په کې شامل دي.
ورځپانه لیکي له دې پړاو خبرو د قطر هیله هم داده چې له تمې سره سم پایلې تر لاسه شي او په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي.
امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل رپوټ ورکړی چې طالبان د قطر په خبرو کې هڅه کوي د هغې هوکړې متن له سره ولیکل شي چې له مخې یې په پام کې ده امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او په مقابل کې به یې طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.
دې ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین هغه خبره را اخستې چې اسیوشېټېډ پریس خبري اژانس ته یې کړې او ویلي یې دي چې دا مسوده له سره لیکل کېږي او د هغې هوکړې برخه به وي چې له وړاندې پرې سلا شوې ده.
خو دا نه دي ویل شوي چې ولې دا متن له سره لیکل کېږي او یا دا چې څه به په کې زیاتېږي او یا به څه کمېږي؟
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په معروف ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې د طالبانو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي د تاوتریخوالي له دې څپې سره سره داسې هیلې شته چې په قطر کې روانو خبرو کې د سولې هوکړه وروستۍ شي.
ورځپاڼه لیکي دې هوکړې ته چې له مخې به یې له افغانستانه امریکایي ځواکونه ووځې او د افغانستان خاوره به دامریکا او نورو متحدینو پرضد نه کارول کېږي.
د افغان ګډ حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د یوې کیلي په سترګه کتل کېږي چې پر سیاسي هوکړې او اوربند به تمام شي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ورځپاڼې ته ویلي لا تراوسه د هوکړې پر مسودې کار روان دی ، نوموړي د خبرو له بهیره خوښي څرګنده کړې ده.
شاهین دبهرنیو ځواکونو تر مهالویش وروسته دکابل ادارې سره دخپلو مذاکراتو تایید کړی، نوموړی زیاتوي،د شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو تر مهالویش اواعلان وروسته به له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.

















