شاهین بي بي سي ته: هو برید شوی، شپني عملیات هم روان دي، موږ خبر یو

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۰چنګاش، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته د کابل د نني برید په اړه ویلي، دوی خبر دي چې دا برید شوی، ده همدا راز د ګډو ځواکونو شپنیو عملیاتو ته هم اشاره کړې ده.
دی وایي چې شپني عملیات هم روان دي او په وردګو کې چاپې وهل شوي دي، د شاهین موخه د وړمې شپې هغه برید دی چې د ګډو ځواکونو لخوا په مدرسه ترسره شوی وو او څو تنه تنکي ماشومان پکې ووژل شول.
شاهین د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې دوی د همدې بریدونو او جګړې د اختتام لپاره له امریکایانو سره په خبرو بوخت دي.
دی دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې په کابل طالبانو نن د یو برید مسؤلیت واخست او د لسګونه دولتي کسانو د مرګ ژوبلې ادعا یې وکړه.
په ورته وخت کې طالب استازي په دوحه کې له امریکایي لوري سره په خبرو بوخت دي او ښایي نن په یوه ګډه هوکړه موافق او اعلان یې کړي.



