
د امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق (ض)اسلام راوړل!!
مولوی حماس”انقیادي”
د نبوت په شپږم کال د عمرصیب ایمان راوړل، حضرت عمر(ض)تراسلام منلو دمخه د هغو خلکو په کنارو کې ووچې داسلام سرسخت مخالف وو، له یوې خوا د قریشو مشرانو د اسلام د داعي او اسلامي بلنې پرخلاف له ډیر شدت نه کاراخیسته له بلې خوا دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم حال دا ؤ چې د هغوی د لارښوونې او هدایت لپاره یې په زړه کښې دزیاتې مینې ولوله او جذبه موجوده وه.
ابوجهل اوعمر دواړه د هغه خوراسرسخته دښمنان وو، خو څنګه چې پر دوی د بلنې او تبلیغ ټولو هلوځلو اغیزه اوتاثیر ونکړ، نو د عالم رحمت یوځل خدای تعالی ته دا دعا وکړه ((ای خدایه!په ابوجهل اوعمر کې چې هر یو تاته نژدې اوزیات محبوب وي هغه ته داسلام ویاړ وروبښې)) له دې دعانه یوڅوورځې وروسته حضرت عمر(ض)ته داسلام قبلولو توفیق ورپه برخه شو.
حضرت عمر(ض)پخپله وایي:
یوه شپه زه دحضرت محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم دځورولوپه خیال له کوره راووتلم هغه مسجد حرام ته روان ؤ څنګه چې ښه مسجدته وردننه شو اولمونځ یې پیل کړ، زه دهغه د قرائت داورېدلو لپاره ودرېدلم هغه د الحاقه سورة لوست، زه د دې کلام اورېدلوسره هک پک پاتې وم، د کلام نظم او انداز خورا زیات زړه راښکونکی معلومېده. زما زړه ته داخیال راغی، قسم په خدای چي دی شاعر دی، زه لاپه همدې خیال کښې وم چې هغه دا آیت ولوست (اِنهُ لَقول رَسُول کَرِیم وَما هُوَ بِقَول شَاعِرقَلِیلاً مَا تُؤمِنُونِ)
چې دا مې واورېدل نو ژر تر ژره مې په زړه کې دا راوګرځېدل چې اوهو! دا خو زما دزړه په خبرو پوه شو، دی کاهن دی تردې وروسته یې دا آیت ولوست (وَلا بِقَولِ کاهِن قَلِیلاً مَاتَذَکَّرُونَ تَنزِیل مِن رَب العَالمینَ)
ژباړه:
دا دکاهن کلام هم نه دی تاسې خورا کم پند اخلي داخو دجهانونو پالونکي له خوا نازل شوی دی.
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دغه سورة ترپایه پورې ولوست اوما دا احساس وکړ چې اسلام زما زړه ته راننوځي، خو داسې معلومیږي چې حضرت عمرصیب یو پوخ کاري او پخې ارادې خاوند ؤ.
په دې وخت کې پوره او بشپړ بدلون پکې رانغی او خپله لاره یې ونیوله آن تردې پورې یوه ورځ یې د دښمنۍ له تاوه توره راواخیسته او په دې اراده له کوره راووت چې همدا اوس (نعوذبالله) دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم کار ختموم ناببره په لاره کې نعیم بن عبدالله سره مخامخ شو،
هغه ترې پوښتنه وکړه چې ولې!چېرې ځې؟ (ده وویل دا دی اوس دحضرت محمدرسول الله دله منځه وړلو لپاره ورځم )
هغه ورته وویل:
لومړی ته دخپل کورخبرواخله ستاخپلې خور او اوښي اسلام راوړی ، چې څنګه یې دا واوریدل په بیړه بېرته راستون شه اونیغ په نیغه خپلې خورکره ورغی هغې د قرآن کریم تلاوت کاوه چې حضرت عمرصیب یې ولید نوغلې شوه او د قرأن کریم(اجزاء)یې یوې خواته کړل،
خودوی چې څه لوستل حضرت عمراوریدلي وه پوښتنه یې ترې وکړه چې څه مولوستل؟ اودایې وویل چې تاسې دواړو د خپل پلار نیکه له دین نه ګرځیدلي یئ اوخپل اوښی یې وهلو لاندې ونیو،کله چې خور یې دهغه دخلاصون دپاره ورغله نو هغې ته یې هم ګوزار ورکړ تر هغې پورې چې دواړه په وینو لت پت شول خو په همغه وخت کښې هم هغوی دواړو په ډاګه اوښکاره وویل چې مونږ اسلام قبول کړی او اوس ستاسې ظلمونه مونږ له دې لارې څخه نشي اړولی،
د دوی دغه پخه اراده چې حضرت عمر ولیدله نوڅه اغیزه یې پرې وکړه او ویې ویل: ښه! هغه څه چې تاسې لوستل هغه راوړئ چې زه یې هم واورم، د هغه خور(فاطمې رضی الله عنها) د قرآن کریم توکي یې راوړل او په مخ کې یې ورته کېښودل هغه دطه سورة ؤ او ده یې په لوستلو پیل وکړ کله چې دې آیت ته ورسېد:
(انی انا الله لااله الا انا فاعبدنی واقم الصلوة لِذکري)
ژباړه:
زه خدای یم بې له ما بل خدای نشته نو زما بنده ګي وکړئ او زما په یاد لمونځونه وکړئ .
ددغه آیت اغیزه وه چې ناڅاپه یې چیغه کړه ((لا اله الاالله)) او نیغ په نیغه دحضرت محمدرسول الله خدمت ته وخوځید، دامهال حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دارقم په کورکې استوګن ؤ، کله چې حضرت عمر د دې کور دروازې ته ورسېد توره یې په لاس کې وه نوصحابه زړه نازړه شول، حضرت حمزه(ض) وویل : پرېږدئ! که په ښه نیت راغلی وي خو ډیره ښه. کنه په خپله توره به یې سر والوزوم،
حضرت عمر چې دننه قدم کېښود نوحضرت محمدرسول الله له لمنې ونیو او ورته یې وویل:
ولې عمره! په کوم نیت راغلی یې؟ حضرت عمر چې داخبره واوریده نو یو ډول ویره او رېږدېدنه پرې راغله اوپه پوره عاجزۍ سره یې وویل (د ایمان راوړلو لپاره) حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ناڅاپه دالله اکبرناره وکړه اوټولوصحابؤ ورسره تکبیر ناره اوچته کړه.
دحضرت عمر اسلام راوړلونه وروسته اسلامي ټولګی پوره ځواکمن شو تر دې وخته پورې مسلمانانو خپل مذهبي فرائض په ښکاره توګه نشول اداکولای په کعبه کې په جماعت سره لمونځ کول ناممکن و، د حضرت عمرصیب اسلام راوړلو نه وروسته حالت بدل شول مسلمانانو په ښکاره د خپل اسلام څرګندونه وکړه که څه هم په دوی باندې زیات شورماشور جوړ شو،
خو په کعبه کې یې لمونځ په جماعت سره ادا کړ، په دې جماعت کې د مسمانانو ټولګی تر هغو ډېر ځواکمن شو او نړیوالو دا ولیدل چې د وروستي پیغمبر د دعا مننه تر دې اندازې پورې څرګنده شوه چې څوارلس سوه کلونو نه راپه دیخوا ترنن ورځې پورې هم تاریخ په دې خبره باندې شاهد دی چې الله تعالی د حضرت عمرصیب په لاسونو کوم عزت او سرلوړی یې اسلام ته وربخښلی دی بل مثال یې نشته .



