په کوم ځای کې چې اسلامي نظام شتون نلري خلک به څه کوي؟

څارنوال حشمت عبيدي
کله چې په کوم ځای کې اسلامي نظام نه وي، نو مسلمانان بايد د شخړو ا و اختلافونو په وخت کې حق پرستو علماؤ ته پرېکړې وړاندې کړي او هغوى ته ووايي چې زمونږ تر منځ د اسلام په شريعت (قرآن او سنت) پرېکړه وکړه. او که په کوم ځاى کې علماء هم نه وي او څوک ورسره ظلم او تېرى کوي، نو اسلام ورته حق ورکړى دى چې د خپل ځان، مال او عرض نه دفاع وکړي او د ظالم مخه ونيسي، که په زور هم وي؛ خپل حق ورڅخه اخيستى شي او له خپل هر حق نه دفاع د هر چا حق دی؛ خوله خپل حق نه زياتى او له خپل بريد نه تېرى ورته روا نه دى.
په يو حديث کې داسې راځي:
له عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما نه روايت دی، هغه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې فرمايل يې: «څوک چې د خپل مال په دفاع کې و وژل شو؛ هغه شهيد دی». په بل حديث کې داسې راځي:
له سعيد بن زيد رضی الله عنه نه روايت دی، هغه وايي: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې فرمايل يې: (څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شو؛ هغه شهيد دى، څوک چې د خپل دين په دفاع کې ووژل شو؛ هغه شهيد دى، څوک چې دخپلې وينې (ځان) په دفاع کې ووژل شو؛ هغه شهيد دى، او څوک چې د خپل کهول، کور، ښځې او بچو په دفاع کې ووژل شو؛ هغه شهيد دى).
په بل حديث کې داسې راځي:
عبدالله بن عباس رضی الله عنهما له پېغمبر صلی الله عليه وسلم نه روايت کوي چې هغه وفرمايل: «څوک چې د خپل حق او ظلم په دفاع کې و وژل شو؛ هغه شهيد دی».
په دې کې د هر ډول ظلم نه د خپل حق دفاع راځي.
او که خپله يې وس نه ؤ، نو نور مسلمانان بايد مرسته ورسره وکړي، د ظالم مخه ونيسي او د مظلوم حق ورڅخه واخلي.
په يو حديث کې داسې راځي:.
له انس رضی الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «که ظالم وي او که مظلوم وي؛ د خپل ورور مرسته وکړه». يو سړي وويل: ای د الله پېغمبره! کله چې مظلوم وي؛ مرسته به ورسره وکړم؛ مونږ په دې خبر کړه چې کله ظالم وي؛ څرنګه ورسره مرسته وکړم؟. هغه وفرمايل: له ظلم نه يې را ايسار او منع کړه؛ همدا ورسره مرسته ده».
په بل روايت کې داسې راځي:.
له انس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (له خپل ظالم او مظلوم ورور سره مرسته وکړه) صحابه ؤ وويل: اى دالله پېغمبره! دا يو خو مظلوم دى مرسته به ورسره وکړو، چې ظالم وي؛ څرنګه ورسره مرسته وکړو؟ هغه وفرمايل : ( له ظلم نه يې لاس ونيسئ ).



