جوزجان: طالبانو د قوش تيپه ولسوالۍ سقوط کړې؛ ۷۸ عسکر يې ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۱)

تيره شپه د جوزجان ولايت په قوش تيپه ولسوالۍ طالبانو بريد کړی چې د ځايي سرچينو او طالب وياند په وينا ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې او له اويا زيات عسکر طالبانو نيولي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، طالبانو د جګړې په ترڅ کې یاده ولسوالۍ او شاوخوا ټول تأسیسات نيولي، لس عسکر وژل شوي، پنځه ويشت ټپيان او ۷۸ تنه نور طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.

د مجاهد په وينا، یو شمير نور عسکر په سيمه کې پټ شوي چې د طالبانو له خوا يې د لټون عمليات روان دي.

نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې، مهمات او ګڼ شمير نقليه وسایط هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.

د جوزجان د امنيې قومندانۍ امنيتي سرچينې وايي، تيره شپه په یادې ولسوالۍ طالبانو بريد کړی او د همدې ولسوالۍ له پرسونل سره يې اړيکې پرې شوي دي.

ويل کيږي، په قوش تپه ولسوالۍ کې د ملي اردو، امنيت، پولیس او اربکيانو له دوه سوه څخه زيات منسوبين موجود و چې ډيری يې تسليم شوي او یو شمير نور په شاوخوا سيمو کې د جګړې له کبله پټ شوي دي.

طالبانو څو ورځې مخکې د کندهار معروف ولسوالۍ هم نيولې وه.

په وروستيو کې طالبانو خپلو عملياتو ته زور ورکړی چې قرارګاوې، پوستې او پوځي قطارونو بريدونو کې سلګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button