انجنير عمير وياړ
دا واضحه ده چې يوکس په نفس کلمه ويلو او لمانځه كولو سره مؤمن کېدي نشي ترڅو يې دکلمې په ټولو غوښتنو باندې عمل نوي کړی،عزبن عبدالسلام حنفي په شرح عقيدة الطحاوي او امام ابو الوفاء بن عقيل په الدرر السنيه کې وايي که تاسو غواړئ په يو قوم کې د کامل ايمان نښې وګورئ نو دېته يې مه ګورئ چې لمونځونه کوي حج ته روان وي کلمه وايي تاسو يې دېته وګورئ چې له کفارو سره يې دوستي ده او که دوښمني بيا به يې تاسو وپيژنئ.
نو ددې اوسنيو حکومتونو زمام داران د کفارو دوستان دي که لمونځونه کوي کلمې وايي د مسلمانۍ نارې وهي دوئ مؤمنان ندي جنګ ورسره فرض دی .، بايد پوه شو چې د دې طاغوتي حکمتونو دلښکر او نورو امنيتي ارګانونو حکم ارتداد دی ځکه دوئ هغه خلک دي چې د طواغيتو کمک کوي تائيد يې کوي حکم يې مني وضعي کفري قوانين يې په سلاح او اور سره نافذوي؛مجاهدين، داعيان او موحدين دجهادکولو توحيد بيانولو او د اسلامي نظام حاکم کولو په گناه وژني، نو د طاغوت د لښکر حکم په خپله د طاغوت پشان دی.
۱ــ دليل :الله جل جلاله فرمايي: ((إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ)) ( )
ژباړه: بېشکه فرعون او هامان او د دوئ لښکر خطاء کوونکي وو.
( د فرعون او هامان ،لښکر هم د دوئ پشان وو د دواړو حکم يو شئ دي ).
۲ــ دليل : الله جل جلاله فرمايي: ((الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ))( )
ژباړه: هغه کسان چې مؤمنان دي ( دالله جل جلاله او رسول الله صلي الله عليه وسلم تصديق کوي او په وعدو ئې باور لري ) هغوئ د الله جل جلاله په لار کې جهاد کوي او هغه کسان چې کافران دي ( چې دالله جل جلاله اورسول څخه منکر دي ) هغوئ دطاغوت (شيطان) په لار کې جنګيږي ( د شيطان اطاعت کوي د هغه په لاره چې خپلو ملګرو ته يې ښودلې ده عمل کوي ) نو د شيطان دوستان قتل کړئ .
خلاصه: د طاغوتي حکمتونو دکارکونکو په منځ کې فرق نشته مګر دومره چې بعضې مرتکب دکفر دي او بعضې مرتکب د حرامو دي هغه چې په اردو او پوليسوکې دي دطاغوت قوانين نافذوي هغه مرتکب دکفردي او هغه چې په نورو دوايرو کې کار کوي هغوئ مرتکب د حرامو دي خوعمومي حکم د ټولو ارتداد دي په مرتدحکومت کې کارکول که په هر رنګ وي کفر او حرام دي
۳ــ دليل : قال أبو هريرة ـ رضي الله عنه ـ : إن القلب ملك، والأعضاء جنوده، فإن طاب الملك طابت جنوده، وإذا خبث الملك خبثت جنوده . وفي الصحيحين عنه صلي الله عليه وسلم أنه قال : ( إن في الجسد مضغة، إذا صلحت صلح لها سائر الجسد، وإذا فسدت فسد لها سائر الجسد، ألا وهي القلب ).
ژباړه: ابوهريره فرمايلي دانسان زړه بادشاه دي او دبدن نور اندامونه يې لښکر دي نو که بادشاه سوچه او پاک وو نو لښکر به يې هم پاک وي او که بادشاه خبيث وو نو لښکر به يې هم خبيث وي ( که د انسان زړه په الله جل جلاله سوچه يقين ولري نو له اندامونو به يې هم صالح اعمال صادريږي او که يې زړه په يقين برابر نوي نو له اندامو هم بيا خبيث او بيکاره اعمال صادريږي ).
اولکه په صحيحينو کې له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه روايت کوي هغه وايي بېشکه په بدن کې يوه ټوټه ده چې کله دا ټوټه صالحه وي نو ټول جسد ورسره صالح وي او کله چې دا ټوټه فاسده شي ټول جسد ورسره فاسديږي نو پوه شئ چې هغه ټوټه زړه دي .
خلاصه : د انسان د بدن اعضاء د زړه ترجماني کوي او د زړه عمل په اندامونو ظاهريږي نو معلومه شوه چاچې په اندامونو دالله جل جلاله د اوامرو مطابق عمل او له نواهيو يې پرهيز کاوه هغه کامل مؤمن او چاچې په اندامو د الله جل جلاله د اوامرو او نواهيو خلاف عمل کولو دهغه زړه فاسد دي کامل مؤمن ورته نشي ويل کېداي.


















