(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۱)
د بغلان ولايت اوسيدونکي وايي، په دغه ولايت کې د دولت پلوه وسله والو (اربکيانو) له لوري د طالبانو او پښتنو په نامه وهل کيږي او ځورول کيږي.
درې ورځې وړاندې طالبانو د بغلان نهرنين ولسوالۍ مربوط په کوهګدای سيمه کې د اربکيانو پر پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې درې پوستې ونيولې او د درې قومندانانو په شمول اته ويشت اربکيان ووژل شول.
ځايي اوسيدونکي وايي، له یادې پيښې وروسته د نهرين ولسوالۍ اربکيانو د دغه ولسوالۍ او مرکز تر منځ پر لاره پوستې جوړې کړي او پر یاده لاره تګ راتګ کوونکي پښتانه وهي او ځوروي يې
ځايي اوسيدونکي وايي، د اربکيانو ورته ډول چلند به په لوی لاس خلک مجبوره کړي چې نور هم د طالبانو لیکو سره یوځای شي.
په عين حال کې د بغلان د والي وياند محمود حقمل وايي، په یاده ولسوالۍ کې چې هر چا د قانون خلاف کړنې ترسره کړي وي د قانون سره سم چلند به ورسره وشي.
دا لومړی ځل نه دی چې په بغلان کې پښتانه د طالبانو په نوم ځورول کيږي او د دولت پلوه اربکي وسله والو هدف ګرځي بلکې تر دې مخکې په جوزجان کې د دوستم د مليشو له خوا او د هيواد په ځينو نورو سيمو کې هم پښتانه د طالبانو په نوم ځورول شوي دي.


















