(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۲)
د راپورونو له مخې، د لیبيا په پلازمينه طرابلس کې د کډوالو پر یوه کمپ هوايي بريد کې څلويښت کسان وژل شوي او اتيا تنه نور ټپيان دي.
د لیبيا د بېړنيو خدمتونو وياند اسامه علي رسنيو ته ويلي، بريد د طرابلس په تاجوراء سيمه کې شوی زياتوي په یاد کمپ کې ۱۲۰ کسان ساتل کيدل چې ټولو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وينا، وژل شوي يې ډيری افريقايان دي چې د اروپايي هيوادونو په تکل راوتي او د ليبيا د حکومت له خوا په دغه کمپ کې ساتل کيدل.
د لیبيا حکومت د دغه بريد پړه د جنرال خليفه حفتر پر ځواکونو اچولې خو د حفتر ځواکونه يې ردوي.
څو ورځې مخکې جنرال حفتر په یوه اعلان کې ویلي و چې په طرابلس کې به ځينې هدفونه په نښه کړي.

















