کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د نړۍ یو شمېر ځواکمنو هېوادونو ایران ته په خپل اټومي تړون د ژمنتیا سپارښتنه کړې.
دا هغخ هېوادونه دي چې ایران سره یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اټومي تړون لاسلیک کړی وو.
دوی پر تهران غږ کړی دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي تړون ته باید ژمن پاتې شي.
دا غوښتنه وروسته تر هغه مطرح کېږي چې ایران دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د غني شویو یورانیمو اندازه یې تر ټاکلې کچې اوښتې ده.
د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ډیپلوماټان وایي، یوازې په هغه صورت کې به دې تړون ته ژمن پاتې شي چې ایران هم د تړون ټولې ژمنې پر ځای کړي.
د فرانسې، بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، د ایران له خوا په دې تړون کې د ځینو ژمنو ماتېدل دا تړون کمزوری کوي.
دوی زیاته کړې، که یاد هېواد دې کار ته ادامه ورکړي نو دوی به هم شوي تړون ته ژمن پاتې نه شي، او د تړون دماتېدا په صورت کې به تهران له پراخو بندیزونو سره مخ شي.

















