کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دامریکا په وروستۍ تګلاره اوسیاست کلک انتقادونه کړي، اودټولو ناخوالو لامل یې دامریکا مبهمه پالیسي بللې.
کرزي د افغانستان په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې لامل د امریکا مبهم سیاست او ړنده پالیسي دی.
د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، افغانستان د تروریزم تر ټولو لوی قرباني دی.
کرزي زیاته کړې چې د ترهګرۍ اصلي قرباني افغانستان دی او دې هېواد کې رواني ترهګري د امریکا د مبهم سیاست له امله وده کړې او کوي یې.
هغه ویلي په افغانستان کې د امریکا له پراخ پوځي، سیاسي او استخباراتي حضور سره سره د داعش ډلې فعالیت ددې خبرې ښه ثبوت دی چې امریکا همدا غوښت او ترسره یې کړ.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، د روان تاوتریخوالي یوازینی حل سیاسي ډیالوګ او خبرې اترې دي څو په دې هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
کرزی داڅرګندونې وروسته له هغه کوي چې دامریکا ولسمشر له افغانستان دخپلو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې دیوې قوي استخباراتي ډلې له پاتې کېدا خبر ورکړ اوداهېواد یې دترهګرۍ لابراتوار یاد کړ.

















