دایکندي ولايتي شورا: د طالبانو بريد څلور پوستې سقوط شوي؛ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۳)

د دایکندي امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو تيره شپه په کجران ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي او د يوې پوستې د سقوط تر څنګ يوولس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دایکندي د پوليسو وياند نقيب الله مالستاني وايي، د طالبانو بريد کې یوه پوسته سقوط شوې، اووه عسکر وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

د مالستاني په وينا، طالبانو تر دې دمه یوه پوسته سقوط کړې، او د عسکرو ټولې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

په عين حال کې د ولايتي شورا غړې شيما رستميان وايي، که سيمې ته هوايي او ځمکنی کومکي ځواک ونه رسيږي ښايي یاده ولسوالۍ سقوط وکړي.

نوموړې زياتوي، جګړه ډيره تونده ده، تر اوسه د دولتي ځواکونو څلور پوستې سقوط شوي او عسکرو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند قاري یوسف احمدي هم د کجران ولسوالۍ مربوط په بالادښت سيمه کې پر امنيتي پوستو د بريدونو خبر ورکری زياتوي، په یاده سيمه کې درې پوستې طالبانو نيولي، اتلس عسکر وژل شوي، او د هغوی يوولس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button