د دوحې په بين الأفغاني غونډه کې ۶۴ کسان ګډون کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۳)

د سولې عالي شورا مرستيال او د دوحې د بين الأفغاني ناستې ګډونوال عطاءالرحمن سليم وايي، د قطر په دوحې کې په راروانې بين الافغاني غونډه کې به ۶۴ کسان ګډون وکړي.

دغه غونډه د قطر او جرمني په کوربه توب د روانې جولای مياشتې پر اوومه او اتمه نيټه ترسره کيږي.

د سليم په وينا، د غونډې ګډونوالو ته بلنليکونه استول شوي چې د چارواکو په شمول به پکې د ښځو، مدني ټولنو، سولې شورا او ګوندونو استازي ګډون وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم په یاده غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون خبر ورکړی و ويلي و چې د طالبانو په شمول به پکې ۶۰ کسان ګډون ولري.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل وړمه ورځ ويلي و چې په یاده غونډه کې به ټول کسان په شخصي ډول برخه اخلي.

د دغه غونډې ګډونوال او په پاکستان کې پخوانی سفير عمر زاخيلوال وايي، د مسکو د غونډې ټول ګډونوال به په یاده غونډه کې ګډون ونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button