کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۳چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د ایران ګواښونه تر بل هر چا زیات دوی ته خپله تاوان رسولای شي.
ټرمپ ویلي چې ایرانیان باید له خپلو خولو سره پام وکړي او په وینا یې چې د ګواښونو په مسئله کې باید له احتیاطه کار واخلي.
ډونالډ ټرمپ دا خبرې د ایراني ولسمشر حسن روحاني د هغو خبرو په غبرګون کې کړي چې تیره ورځ یې د یورانیمو د بډایه کولو په اړه کړې وې.
حسن روحاني ویلي وو، که د نړۍ پنځه هغه ځواکمن هیوادونه چې له دوی سره یې اتومي تړون لاسلیک کړی وو، دې تړون ته متعهد پاتې نه شي نو د یورانیمو زیات تولید ته به همداسې دوام ورکړي.
روحاني همدا شان په ډاګه کړه چې ایران تر دې مهاله تر درې سوه کیلو زیات یورانیم لري او په وینا یې د دې کچه به نوره هم ډیر ژر لوړه کړي.
ایران دا ګام وروسته له هغه اوچت کړی چې دا هیواد د امریکا لخوا له سختو بندیزونو سره مخ دی.
ایران دوه میاشتې وړاندې ګواښ کړی وو، که امریکا له ایرانه خپل بندیزونه وانخلي نو دوی به اتومي تړون ته ژمن پاتې نه شي.


















