کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
کابل کې د امریکا سفیر جان باس له روانو مذاکراتو خوشبیني ښودلې، او افغانانو ته یې په نږدې راتلونکي کې دسولې د راتګ زېری ورکړی.
جان باس چې د امریکا د استقلال په مناسبت یې په جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل، په نږدې میاشتو کې به افغانان د جګړې پر ځای د یوې دایمي سولې شاهدان وي.
د جان په وینا افغانان باید یوه جوړجاړي ته تیار وي. هغه همدا راز ویلي چې امریکا یوازې د سولې په خبرو کې مرسته کوي، نو دا افغانان دي چې ځانونه باید له طالبانو سره د سولې خبرو ته تیار کړي.
هغه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم ویلي چې امریکا د شفافو ټاکنو ضمانت نه شي کولی، خو افغانان کولی شي دغه پروسه شفافه او ټولو اړخونو ته د منلو وړ وګرځوي.
داپه داسې حال کې ده چې امریکا او طالبان په اووم پړاو مذاکراتو کې حساس حالت ته رسېدلې.
که څه هم پوره جزیات رسنیو ته په واک کې ندي ورکړل شوي؛ خو واشنګتن پوسټ خبر ورکړی چې دامهال دواړه خواوې دبهرنیو ځواکونو دوتلو دمهالویش په لیکلو لګیادي او ژر ده چې ددواړو خواوو په مشوره یوه اعلامیه نشر شي.


















