کرکټ نړیوال جام: افغانستان خپله وروسته لوبه له ویسټ انډیز سره کوي، شېبه وروسته پیلیږي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۳چنګاش، ۱۳۹۸)

د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن افغانستان خپله وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره کوي.

د ننۍ لوبې پچه ویسټ انډیزي لوبډلمشر جاس هولډر وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

شېبه وروسته به لوبه پیل شي.

د افغانستان او ویسټ انډیز ننۍ لوبه د لیډز په هیډینګلي لوبغالي کې ترسره کیږي.

په نړیوال کرکټ جام کې ننۍ لوبه د افغانستان نهمه او وروستۍ لوبه ده چې له ویست انډیز سره یې ترسره کوي.

افغان لوبډلې د روان جام په تیرو اتو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې، د کرکټ نړیوالې شوری په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان لوبډله لکه څنګه چې تمه کیده، هغسې ونه ځلیده

مربوطه مطالب

Back to top button