کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۳چنګاش، ۱۳۹۸)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته تیاری ښودلی دی.
د اردوغان په خبره چې دی به ایران ته هم په دې اړه سفر وکړي او هلته به له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
اردوغان همدا راز ویلي چې د جاپان له لومړي وزیر شنیزو ابه سره یې په دې اړه بحث کړی دی.
جاپان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب ټټر ډبوي.
خو ایران بیا وایي چې له امریکا سره تر هغو خبرو ته نه کیني ترڅو چې امریکا له دې هیواده خپل بندیزونه لرې نه کړي.
دوی وایي، د امریکا دا کار چې یوې خوا ته فشارونه اچوي او بلې خوا ته د خبرو وړاندیز کوي یو غیر معقول دی.


















