غورځنګ
له تېرو تقريباً څو لسيزو راهيسې افغان ولس ځورول کېږي، په داسې حال کې چې لا تر اوسه يې هېڅ د ارام ساه نه ده اخيستې، د دغو ځورونو پيل که څه برتانويانو ايښی دی، خو تر ټولو ډېر ځور چې افغانانو ته يې ورکړی دی، د پرديو هغه غلامان دي کوم چې اصلاً د افغانستان باشنده ګان دي، خو روزنه، تجهيزات او هر څه يې له پرديو تر لاسه کړي دي.
کله چې برتانويانو په افغانستان باندې درې ځله يرغلونه وکړل، له هماغه پيل څخه يې په پکې خپل غلامان وروزل او د پيسو او نورو مادياتو د ورکړې په تمه يې په خپله ګټه وکارول.
د انګرېزانو په لومړنيو غلامانو کې تر ټولو لومړی يې شاه شجاع دی، چې اصلاً افغان او د تېمور شاه ابدالي زوی دی. خو انګرېزانو د خپلو ګټو لپاره ترې ګوډاګی جوړ کړ او په افغانستان کې يې ورڅخه خپلې ګټې پورته کولې.
لنډه دا چې د انګرېزانو د يرغلونو دور له ډېرو بې شمېره ناخوالو سره پای ته ورسېد، چې د دغو ناخوالو له جملې څخه يې يو هم د ډېورنډ د کرښې ايستل دي چې د افغانستان جغرافيه، قومونه او هر څه يې په دوو برخو باندې ووېشل.
ورپسې د انګرېزانو له ماتېدلو څخه وروسته کله چې د ظاهرشاه او له ظاهر شاه څخه مخکېنيو دورو کې د محصلينو په نومونو کوم خلک روسيې ته تللي وو نو هغوی له ځان سره نوې مفکوره راوړه چې دغه مفکوره يوازې په حيواني شعار( کور، کالي او ډوډۍ) بناء وه.
دغو افغاني الاصله خلکو له روسيې څخه کمونستي مفکوره راوړله او غوښتل يې چې د زور له لارې يې پر افغانانو تحميل کړي، کله چې داود خان د جمهوریت تر نامه لاندې کودتاه وکړه، نو کمونستانو هم له دغه وخته د داود خان پر وړاندې کار پيل کړ او هڅه يې کوله چې هر څومره ژر وي نو داود خان بايد چپه کړي تر څو د دوی د کمونستي مفکورې پر وړاندې هېڅوک خنډ ونه ګرځي.
هماغه وو چې په ۱۳۵۷ ه شم کال او د ثور د مياشتې په اوومه نېټه يې پر داود خان کودتاه وکړه او نورمحمد تره کی يې په تخت کېناوه. نور محمد تره کی چې د کمونستي مفکورې څښتن وو نېغ په نېغه ورته له روسيې څخه هدايات رسېدل.
نو د زور له لارې يې پر افغانانو باندې کمونستي ملعونه مفکوره پلي کول پيل کړل، خو دا چې افغانان د اسلام پر دين مين خلک دي نو ځکه يې د کمونستانو پر وړاندې د هېواد په لر او بر کې وسله جهاد ته مخه کړه، تر دې پورې چې ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شول او جوړ هېواد يې کمونستانو ورته وران او ويجاړ کړ.
لنډه دا چې کمونستانو د اشرارو په نامه په ميليونو بې ګناه هېوادوال يا په بې رحمۍ سره شهيدان کړل، يا يې هم ژوندي خښ کړل او يا يې هم داسې معيوب کړل چې د ژوند تر پايه يې له هرې ښې ووېستل. او د هېواد دښتې او غرونه د دا ډول پېښو شاهدان دي.
له دې وروسته بيا د مجاهدينو تر منځ خپلمنځي اختلافات پيل شول او تقريباً اووه رهبرانو په خپل منځ کې جګړه پيل کړه چې دغو جګړو نو د هېواد هغه پاتې شوني ودانۍ هم ړنګې کړې بلکې د افغانانو د شهيدانو وينې، د کونډو او بورو يتيمانو ارمانونه يې له خاورو سره خاورې کړل.
خو په دې وخت کې همزمان الله ج بيا بل څه پېښ کړل چې د طالبانو په نامه تحريک له کندهاره څخه پيل شو او ان د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسېدلو. دغه تحريک چې کله نږدې ټول افغانستان ونيو نو په هېواد کې يې اسلامي نظام راووست او خورا ټينګ امنيت، سوله، ورورولي او اخوت يې قايم کړ، لنډه دا چې د افغانانو هغه خوب ته ورته هيلې يې په رښتينو صحنو بدلې کړې.
چې په دې وجه افغانان هم ورڅخه خوښ شول خو دا چې نړيوال کفر لا له موږ سره له څوارلس سوه کالو راهيسې دښمني لري نو ځکه يې په سترګو باندې دغه نظام ښه ونه لګېده او په مختلفو بهانو باندې يې په ګران هېواد يرغل او چپاو راووړ او دغه د اوسني عصر بې بېلګې اسلامي نظام يې ړنګ کړ.
د اسلامي نظام ړنګېدل او د امريکا تر مشرۍ لاندې د شمالي ټلوالې لنډه غري نو بیا د ظلم او ستم نوی باب پرانيست چې دغه باب نو افغانانو ته د جنګېز وحشت او دهشت ورپه ياد کړ.
په بې ګناه هېوادوالو وحشي او شپنۍ چاپې، بمباردونه، هدفي وژنې، مرموزې وژنې، په هېواد کې د نړيوالو جنګي ډلو ازموينې، د مساجدو، مدرسو او نورو سپېڅلو ځايونو ړنګول، د علماؤو شهادتونه، د ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو او نورو بې ګناه وګړو په شهادت رسول نو هغه پېښې دي چې افغانان يې له نولسو راهيسې ويني او زغمي يې.
نو په دې وجه باندې د طالبانو او امريکايانو مذاکراتو ته عام افغان ولس خورا خوشبين دی او دا هيله او اميد لري چې کاش يو وار بيا په افغانستان باندې د تېر پنځ کلن اسلامي نظام په څېر يو سپېڅلی نظام راشي.
او که خدای ج کول د افغانانو دغه هيله په پوره کېدو ده.
ان شاء الله
















