د کندهار قومي مشران: د اشرف غني سفر نمايشي او پخوانۍ پروژې يې دوهم ځل پرانيستې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۵)

د کندهار ولايت قومي مشران وايي، چې اشرف غني دغه ولايت ته کمپايني سفر کړی او په کندهار کې يې پخوانۍ پروژې د دوهم ځل لپاره پرانيستې دي.

د کندهار قومي مشر او د زابل پخواني والي بسم الله افغانمل وويل، چې د ولسمشر د واک قانوني موده پوره شوې او نوموړی دې له دولتي امکاناتو د خپل کمپاين په غرض ګټه نه اخلي.

د دغه ولايت قومي مشران وايي، اشرف غني چې د واک موده يې ختمه شوې لا هم خلکو ته د درواغو ژمنې ورکوي او دا چې  نوموړی حق نه لري څو له جوزا وروسته هم په واک کې پاتې شي نو بايد له دولتي امکاناتو شخصي ګټه وانخلي او د هغه مخه دې ونيول شي.

له تيرو څو مياشتو راهيسې اشرف غني ځينې ولايتونو ته سفرونه پيل کړي چې د ننګرهار، لوګر او یو شمير نور ولايتونو کې يې هم د راتلونکو انتخاباتو د کمپاين لپاره زړې او افتتاح شوې پروژې دوهم او درېيم ځل پرانيستلې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو ځينو نوماندانو هم نيوکه کړې چې اشرف غني له دولتي امکاناتو شخصي ګټه اخلي او په لوړه کچه دولتي پوسټونو د قانون خلاف ګمارنې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button