(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۵)
د میدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په محمدو سیمه کې شوي دي.
ځايي اوسيدونکي وايي، ګډو عملياتي عسکرو د کورونو دروازې يې ماتې کړي، د خلکو شخصي وسایط يې سوځولي او په وينا يې له ځينې کورونو يې قيمتي مالونه او پيسې هم وړي دي.
د محمدو کلي یو تن نصرالله وايي، (په بيګانۍ چاپه کې پنځه تنه نواز خان، ملوک، محمد ایوب، خليل الرحمان او نواز خان وژل شوي دي).
نوموړی وايي، یادو کسانو له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې او خپل عادي ژوند يې درلود.
دغه راز ګډو ځواکونو دوه تنه ملکي وګړي هم د بنديانو په توګه له ځان سره وړي دي چې د کلي خلک وايي، عام کسان دي.
د میدان وردګو امنيتي سرچينو دغه عمليات تاييد کړي خو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
طالبانو د ملکي خلکو وژنه جنايت بللی دی.
تر دې مخکې ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکي خلک هدف ګرځولي چې له تيرو څو مياشتو راهيسې دغه لړۍ روانه ده.
که څه هم په ځينو ولايتونو کې خلکو د شپنيو عملیاتو او پکې د ملکي تلفاتو پرضد اعتراضونه وکړل خو لا هم هره شپه په چاپو کې ملکي میشت ځايونه هدف ګرځي او د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
















