(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۵)
نن د شنبې په ورځ له کابل څخه یو پلاوی په بين الأفغاني کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته روان شو.
ټاکل شوې دغه کنفرانس کې شاوخوا پنځوس يا شپيته کسان برخه واخلي چې د ګوندونو، مدني ټولنو، طالبانو استازي چارواکي به هم پکې ګډون وکړي.
راپورونه وايي، دغه کنفرانس چې سبا د يک شنبې په ورځ پيليږي تر دوو ورځو به دوام وکړي.
یاد کنفرانس د قطر او جرمني په ګډ کوربتوب جوړ شوی دی.
تر اوسه په یاد کنفرانس کې د ټولو ګډونوالو نومونه نه دي په ډاګه شوي خو پژواک اژانس په یاده غونډه کې د ګډونکوونکو ديرش کسانو ليست خپور کړی چې په وينا د قطر په ځانګړې الوتکه کې دوحې ته روان شوي دي.
په دغه کسانو کې اصيلا وردګ، ډاګټر حبيبه سرابي، شهرزاد اکبر، فوزيه کوفي، لیلی جعفري، ماریا اکرمي، شاه ګل رضايي، انارکلي هنريار، جميله افغاني، زينب موحد، مولوي امین الدين مظفري، عبدالهادي رفيعي، قربانعلي فصيحي، جمال الدين بدر، مولوي، شفيع الله نورستاني، محمد نادر نعي، عطاءالرحمان سليم، مولوي سلام ضعيف، ارشاد احمدي، متين بیګ، حکمت کرزی، حاجي دين محمد، انجينر فرهادالله فرهاد، نادر نادري، حامد ګيلاني، صالح محمد سلجوقي، غیرت بهير، مولوي عنایت الله بليغ، حضرت عمر زاخیلوال، ډاکټر رنګين دادفر سپنتا شامل دي.
















