د ایران د تیلو د نیول شوې بیړۍ پر سر ناندرۍ

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۵چنګاش، ۱۳۹۸)

د تیرې پنجشنبې په ورځ بریتانیا د یوې تیل وړونکې بیړۍ د نیولو خبر ورکړ چې فکر کیده د ایران خام تیل یې سوریې ته لیږدول.

دا بیړۍ د بریتانیا شاهي سمندري اړوند ځواکونو په جبل طارق کې ونیوله، جبل طارق چې یوه ټاپووزمه ده، په کورنیو چارو کې ازاد حکومت لري خو بهرنی سیاست یې د بریتانیا تر کنټرول لاندې دی.

امریکا د بریتانیا لخوا د ایراني کښتۍ نیول د دوی لپاره یو ښه خبر بللی او د بریتانیا دا کار یې ستایلی دی.

ایران بیا د بریتانیا دغه عمل تیری بولي او دا یې سمندري غلا بللې ده.

ایران له دې پیښې یوه ورځ وروسته په تهران کې د بریتانیا سفر احضار کړ او په دې اړه یې شکایت ورته وکړ.

د ایران د مذهبي مشر یوه سلاکار محس رضایي هم په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی به هر زورور ته ښه په نره ځواب ورکړي.

نوموړي ګواښ کړی، که بریتانیا د ایران دا بیړۍ خوشي نه کړي نو په ټکو یې چې ایراني چارواکي مسؤلیت لري ترڅو یوه بریتانوۍ بیړۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ایران له بریتانیا سره په داسې حال کې لاس او ګریوان شو چې په عین وخت کې دا هیواد له امریکا سره هم په سخت جنجال اوښتی دی.

امریکا په ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دی.

مربوطه مطالب

Back to top button