کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په هېواد کې دټولو ناخوالو اوخونړیوجګړو ستر لامل په دې هېوادکې د بهرنیو ځواکونو حضور یاد کړ.
حکمتیار نن د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې په هېواد کې باید د بهرنیو ځواکونو حضور ختم شي، ځکه ددوی حضور حساسیتونه پارولي او د جګړو ددوام ستر لامل دی.
هغه همدا راز د بهرنیو ځواکونو له لوري د شپنیو عملیاتو دوام ستر ناورین بللی دی او ژر تر ژره یې د هغه د درېدو غوښتنه کړې ده.
حکمتیار همدا راز د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د موقت حکومت رامنځته کېدل او د نوماندانو د طرحې عملي کول تر ټولو مهم ګام بللی دی.
هغه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې مهمې بللي او ملاتړ یې ترې څرګند کړی دی، خو بین الافغاني غونډه یې د ناکامو تجربو تکرار بللی دی.
د حکمتیار په خبره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه تر دې دمه پرمختګ نه دی شوی، په داسې حال کې چې د جګړې د پای ته رسولو مهم موارد همدا دوه دي.
حکمتیار په داسې حال کې دبهرنیو ځواکونو اوبین الافغاني ناستو مخالفت کوي چې دخپل راتګ په اوائلو کې یې ددې طولاني قضیې حل دافغانانو ترمنځ تفاهم بللی وو.
خو تر هوکړې وروسته څرګنده شوه چې دحکومت له لوري هغه ټول شرائط چې منل شوي وو؛ دکاغذ پرمخ پاتې، او هیڅ عملي نه شول.















