جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د اسلامي حجاب مفهوم څه دی؟؟

محمود نشرونکی: محمود
جولای 7, 2019
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
132
ځلې شریک شوی
1.3k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالحمید راشد

اسلامي حجاب هغه څه ته شامل دی، چې د ښځې ټول بدن پټ وساتي، او هغه عفیفه او پاکدامنه وساتي، همدا ډول دهغه فتنې مخنیوی وکړي، چې د حجاب په نشتون کې رامنځته کیږي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هدف دا دی چې که چیرته د یوې ښځې بدن په داسې جامه پټ وه چې بیا ترې هم فتنه پیدا کیدله نو هغه حجاب نه شمیرل کیږي، ځکه یا به هغه لباس نری وي، یا به تنګ وي، سمه ده چې د ښځې بدن یې پټ کړی، خو بیا هم فتنه زیږوي نو دا اسلامي حجاب نه دی.

اسلامي حجاب له ګڼ شمیر مزایاوو، او صفتونو څخه برخمند دی که مراعات شي نو د هر راز فتنې مخنیوی کوي، اود یوې سمې ستره ټولنې تضمین بشریت ته کوي، هغه ټولنه چې له اخلاقي فساد څخه پاکه وي ،او ښځه پکې په ریښتیني ډول د ښځې او مور په څېر راڅرکنده شي، نه لکه د نورو  د لاس اله چې اوس وخت کې يې موږ وینو.

دا چې اسلامي حجاب کوم شرطونه، صفتونه ، او مزایا لري ، په څو کرښو کې ورته اشاره کوو!

د اسلامي حجاب  شرطونه اوصفتونه:

1: اسلامي حجاب هغه دی چې ټول بدن پټوي، او حتی الامکان دفتنې مخنیوی وکړي (یعنې دبدن هره برخه پټه کړي)

۲: اسلامي حجاب  دی چې دبدن ټول برخه راګیره کړي ، لکه مخ لاسونه او نور ،ځکه دامت سترعلماء د مخ او ورغوو ښکاره کول هم ستر،(او دفتنې پیدا کوونکي) بولي او د تقوا خبره هم دا ده ، چې باید مخ او ټول بدن پټ کړای شي.

دا چې جذاب او نظر جذبونکی دې نه وي، او له زینت څخه دې هم خالي وي، ځکه دا ډول حجاب د خلکو پام ځانته راړوي.

3 :  اسلامي حجاب هغه دی چې په عادي حالتو کې ترې ، دښځې دبدن هیڅ برخه پکې ښکاره نه شي، مګر بعضې جزیات بېل دي لکه د ښځې لوېدل یا ورته موه حادثه پېښېدل.

4: اسلامي حجاب تنګ او چسپ نه وي، ځکه دحجاب  تنګوالی او چسپوالی هم د فتنې سبب کیږي، ځکه رسول الله ص فرمایي:  رب کاسیات عاریات(ډير کله هغه ښځې او نجونې چې جامه یې اغوستې وي هغه بربنډې وي، ځکه هغه بیا معبر وي دبدن) او همدې تنګوالي سره د بدن  د اعضاوو ښکارندويي کوي او دشهوت پارونه کوي.

5 : اسلامي حجاب پاک وي، پداسې شکل چې عطر به یې پرې نه وي لګولي، ځکه دښځې لپاره په عامه لارو کې عطر لګول د حجاب هدف له منځه وړي ، او دخلکو فکر ځانته راړوي، چې دا بیا د فتنې سبب کیږي

۶:  اسلامي حجاب بد بوی هم نلري، ځکه دا هم ښځو ته دخلکو فکر راوړي او دحجاب یو ډول توهین او سپکاوي ته دخلکو پام راړوي، او اسلام هم په پاکوالي باندې په هر ځای کې امر کړی ، او حجاب باید په حتمي او لازمي ډول ځکه پاک وي، چې تل د ښځې له بدن سره پیوسته وي،او  د ناپاکۍ په صورت کې یې نورو خویندو او وګړو ته هم اذیت وي.

۷: اسلامي حجاب کې  له سړو سره مشابهت نه وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم، په هغو ښځو لعنت ویلی ،چې په پوشاک کې له نارینه سره ورته والی کوي.

8 : اسلامي حجاب کې له کافرو،فاسقو، نجونو سره هم فرق کیږي، ځکه رسول الله ص فرمایي:  د یهودیانو او مشرکینو مخالفت وکړئ، او همدا ډول د دوی حجاب  په اکثره وخت کې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.

۹: اسلامي حجاب کې شهرت نه وي مطلوب ، په داسې ډول چې ډېر قمیتي، او یا داسې چې په ښځو کې غیر سالم رقابت ته لاره هواره کړي

۱۰: حجاب باید ډیر ازاد هم نه وي، ځکه د دې ژغورل بیا له پلیتو څخه سختیږي، او په عامه توګه په خلکو کې له حجابه کرکه هم پیدا کوي، بلکې حجاب باید په متوسط پراخوالی ولري.

دا چې د اسلامي حجاب اهمیت څه دی په لاندې کرښو کې ورته اشاره کوو:

1  د اسلامي حجاب په مراعت سره د سړو او ښځو زړونه، د شیطان له وسوسو، اوشیطاني افکارو څخه په کلي ډول پاکیږي.

2 اسلامي حجاب د مسلمانې ښځې د عفت او  پاکدامنۍ ښکارندويي کوي.

3 اسلامي حجاب په ښځو باندې دتهمت مخنیوی کوي.

4  اسلامي حجاب د مسلمانې ښځې ساتنه  او هغوی ته د خلکو د نظر مخنیوی له ضعیف الایمان، او ناهله نارینوو څخه کوي.

5 اسلامي حجاب د خاوند،محارمو، او نورو خپلوانو او ښځې ترمنځ د تهمت بدبیني فضا له منځه وړي، او پر ځای د مینې محبت، ریښې ټینګې، او د قوي رابطې جرړې قوي کوي.

نو دا هغه د اسلامي حجاب مواصفات دي چې احادیثو او تفاسیرو کې ورته اشاره شوې وه، اوس وخت کې هغه حجابونه چې په خلکو کې دود دي، او  دا صفات پکې نه وي ، نو دا په کل کې هغه حجاب نه دی چې شریعت موږ ته راښودلی، نو که د اسلامي حجاب  صفات په حجاب کې موجود نه وه ، اوفتنه موجوده شوه، نو شریعت بیا له دغه فتنې څخه  بري دی، ځکه شریعت خو تاته پولې روښانه کړې وې، نو تا پرې عمل نه و کړی.

 نو هيله ده چې د اسلامي حجاب  ځانګړتیاوې په حجاب کې مراعت شي، او که دا مراعت نشي، نو بیا ستا اغوستی لباس اسلامي حجاب نه، بلکې عرفي او رواجي حجاب دی.

په اخره کې د خویندو او پلرونو، څخه هيله کوم چې کله حجاب پېري ،نو باید د اسلامي حجاب دغه صفتونو ته پکې پام وکړي ، څو اسلامي پولې په دقیق ډول عملي شي.

دا چې غرب ولې د اسلامي حجاب حجاب مخنیوی کوي پر دې مسئله بیا بحث کوو

له اخلاقي فساد څخه د پاکې ټولنې په هيله!

لوی ټکي: اسلامحجابښځېعطرفتنه
مخکینې مطلب

د لمانځه مسائل (۸۴ مه برخه) د دندې له امله د جماعت پريښودل

بل مطلب

حکمتیار: افغانستان کې دخونړیو جګړو ستر لامل دامریکايي قواوو حضور دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com