عمر زاخيلوال: داسې سوله غواړو چې هيڅ بهرنی پوځي باید افغانستان کې شتون ونه لری

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۷)

نن په قطر کې د بين الافغاني غونډې دوهمه ورځ ده چې د افغان سياستوالو، ګوندونو استازو، مدني ټولنو او طالبانو په شمول پکې د شپيتو په شاوخوا کې کسانو ګډون کړی دی.

په غونډه کې عمر زاخيلوال د خپلو خبرو په جريان کې وويل، چې د امريکا او طالبانو تر منځ روانو مذاکراتو ته خوشبينه او په ستر ارزښت ورته ګورو.

نوموړي زياته کړه، لکه څومره چې سوله مهمه ده، په هماغه اندازه د هېواد بشپړ حاکميت ارزښمن دی په وينا يې (داسې سوله غواړو چې په هغې کې هيڅ کوم بهرنی پوځي په افغانستان کې شتون ونه لري).

زاخیلوال وويل، د بهرنيو عسکرو د وتلو سربيره سوله بايد تعريف شوې، ابهامات يې ليرې شوي او ټولو لوريو ته د خوښۍ زيری وي په خبره يې داسې سوله چې د تسليمۍ یا کوم لوري ته د ماتې په معنا نه بلکې د یو بل منلو په معنا وي.

هغه وويل، سوله باید د نظام او ملي بنسټونو د ساتلو، اصلاح او ټنګښت په معنا او په نظام د انحصار په معنا نه بلکې په نظام کې د ټولو افغانانو د برخې اخيستلو په معنا وي.

یاده غونډه د قطر او جرمني په کوربه توب پرون سهار د قطر په مرکز دوحه کې پيل شوه چې تر نن ماذيګر پورې به دوام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button