سرليکنه
حقيقت دا دی چې متجاوز امريکايان نور له جګړې ستړي او پښيمانه دي په کابل کې د امريکا د سفير وروستنۍ څرگندونې د امريکايانو د همدې حالت غمازي کوي.
خو بل لوري ته طالب خپلې سپيڅلې جګړې ته تر دې څو چنده زيات ژمن دی ځکه چې طالب دا جګړه په دې نيت پر مخ نه بيايي چې د قدرت ګدۍ تر لاسه کړي ، بلکې د متجاوزينو پر وړاندې جګړه تر هغې د هر مسلمان افغان وجيبه بولي چې تر څو يې يا جګړه ګټلې او يا يې د شهادت جامونه پر سر اړولي نه وي؛ بله دا چې طالب مجاهدين په دې لاره کې شهادت همدومره په زړه پورې ګڼي لکه څوره چې امريکايان ژوند خوښ ګڼي او امريکايانو داحقيقت درک کړی دی ځکه د طالب پسې تر کوره منډې رامنډي وهي.
خو متاسفانه د امريکايانو په لاس کينول شوي متفکر لا هم له دې ادراکه عاجز دی او لکه د نجيب بې ځايه لافې شاپې کوي او تر هغه به يې کوي چې څو د دار تختې ته برابر شوی نه وي او چې کله برابر شو نو پخپله به هغسې چيغې وکړي لکه فرعون چې په نيل کې د غرقيدا پر مهال وکړې او ويل يې چې سر له نن نه د موسی او هارون خداي منم خو الله تعالي ورته د جبرائيل عليه السلام په خوله پيغام ورکړ چې ايله اوس يې منې او تر دې مهاله دې سرکشي کوله؟
دا د جابرو خلکو طبيعي خوي دی چې تر هغې به د زور په ژبه خبرې کوي چې څو پورې يې د کمزورتيا احساس نه وي کړی او انساني تاريخ په دا ډول کيسو ډک دی.
خو دا ډول خلک که څه هم ځينو ته متفکرين ښکاري خو داسې نه ده ځکه دا ډول کرکټرونه متفکر نه بلکې کم عقل دي چې خپل خير پيژني او نه د نورو بس د انسي او جني شيطانانو په لکۍ سپور داسې نيشه دي چې غوږونه يې بند او سترګې يې نور څه ويني ځکه چې د بل په زور مستانه وي خو د تعجب ځای دادی چې سره له عقله او تفکره د پخوانيو له غرقيدا هم عبرت نه اخلي او په پټو سرګو د پوپنا کيدو بې دريغه سفر پر مخ بيايي تر هغه چې د خدای د عظيم قهر په منګولو کې ګير شي چې بيا هيڅ ورته ګټه نه رسوي.
دا ډول اشخاص دې ته د تعقل په نظر کتنه نه کوي چې بادار يې د جګړې لاره پريښې او د سولې له لارې له جګړې خپلې پښې باسي خو دی لا هم د زورګويۍ خبرو او حرکاتو ته ادامه ورکوي او د جګړې اور ځکه بل ساتي چې په همدې کې خپله روزي او خپله بقا ويني.
















