(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۷)
طالبانو هغه راپورونه رد کړي چې د ځينو رسنيو په وينا ګنې په ميدان وردګو ولايت کې د امريکا او طالبانو پوځي قومندانانو تر منځ پکې ليدنې شوي.
تيره ورځ کابل نيوز، ويسا او یو شمير نورو رسنيو د طالب سرچينو له قوله راپورونه ورکړل چې ګنې په ميدان وردګو کې د طالبانو د پوځي قومندنانو او سکاټ ميلر په شمول ځيني امریکايي چارواکو سره ليدنې کړي دي.
خو طالبانو دغه راپورونه پروپاګند او درواغ بللي وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: “ځینو رسنیو افواهات خپاره کړي چې ګنې په میدان وردګو یا کوم بل ځای کې امریکایانو د مجاهدینو له قومندانانو سره لیده کاته کړي. موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو. له امریکایانو سره یواځې د اسلامي امارت سیاسي استازي لیده کاته لري، د شخصي تماسونو په اړه دا ډول راپورونه حقیقت نه لري”.

















