کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۷چنګاش، ۱۳۹۸)
نن په قطر کې د بین الافغاني مجلس دوهمه ورځ ده او ټاکل شوې ده چې نن به پای ته ورسیږي.
دا بین الافغاني مجلس چې د قطر او جرمني په کوربتوب په دوحه کې روان دی، تیره ورځ پیل او ټاکل شوې ده چې نن به یې وروستۍ ورځ وي.
دغه بین الافغاني مجلس تیره ورځ هم د بندو دروازو تر ترسره شو او نن هم د تیرې ورځې غوندې حالت لیدل کیږي.
پرون د غونډې په لومړیو کې د طالب استازو د هیئت مشر شیر محمد عباس ستانکزي د دوی د مشر د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر پیغام او خپل رسمي دریځ د غونډې ګډونوالو ته اورولی وو او ورپسې د غونډې نورو ګډونوالو خبرې وکړې.
د دې غونډو ځینو ګډونوالو په دې خوا بده کړې وه چې ولې طالبانو په دې غونډه کې خپل رسمي دريځ ووایه، د دوی په اند په دې مجلس کې باید هر چا خپل شخصي نظر ویلای وای.
ویل کیږي چې د مجلس په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.
د طالبانو د خبر له مخې چې د نني مجلس له ختمیدو وروسته به سبا ته یو ځل بیا دوی او امریکایۍ لوری د خبرو میز ته سره حاضر شي.
د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې اووه ورځې ترسره شوې او درې ورځې وقفه پکې راغلې چې ټاکل شوې ده سبا د جون پر نهمه بیا پیل شي.

















