ډاکټر يوسف اکبري
کوچني ماشوم د مور له غاړې کلک لاسونه تاو کړي وو، ټول د سهار رڼا او د نوې ورځې د راتلو په تکل ویده شوي وو، کله چې شپه پخه شوه ناترسه اواز تر غوږونو شو،چې ټوله ځمکه یې وښوروله، د ماشومانو څو چیغې تر غوږونو شوې او ورسته دغه چیغې په ګرد او غبار کې ورکې شوې، سهار د سپېدې له چادولو سره د کلي خلک په وران شوي کور چې په یوه دنیا هیله او ارمان سره جوړ، اوس وران او د تور تم، تورې تیارې ورباندې راخورې وې را ټول شوي وو،هغه ماشومان چې بغیر له لوبې څخه یې نور څه نه وو زده، نن یې ماشوم وجودونه ټوټه ټوټه او د معصوم بدن ټول غړي یې په خاورو بدل شوي وو،
کیلوالو یې غوښې راټولولې چا به ویل چې دغه لاس د هغه دی، چا به ویل چې دغه پښه د چا ده؟ دومره څوک یې نه وو پاتې شوي چې لاس،مخ او د بدن غړي یې وپېژني،
هغه مور چې تل به یې ماشومانو ته مینه ورکوله، د بچي په وړوکي درد به دردېدله، د بچیانو مینه یې په وجود کې خوره وه، نن د هغې مور نازولي بچیان له خاورې سره یو، نازک هډونه یې مات مات او نیم شوي وجودونه یې، په پرهرونو سینګار شوي وو، هغه مور چې د خپلو بچیانو د ارمانونه دعا یې په پنځه وخته لمانځه کې کوله اوس له بچیانو سره یو ځای له دې فاني دنیا څخه لاړه او د شهادت هغه جام یې نوش جان کړ چې ډېر خلک یې د غوښتلو لېواله دي، او د عمر د ورستیو شېبو پورې یې انتظار کوي،
پلار يې ټپي حالت کې د روغتون په بستر د ژوند او مرګ سره لاس او ګیروان، چې کله هم په هوش راشي نو لومړي پوښتنه یې د کورنۍ د غړیو په هکله وي،
دغه ورځ د هدیرې ټول مړي خوشحاله دي او ددې شهیدانو په ورتګ ویاړ اوافتخار کوي،
ځمکه هم خوشحاله برېښي او ددې پاکو وجودونو ته لبیک وايي، او خپله سینه کې یې خوندې کولو ته بې تابه ده،
دوي نن د حال په ژبه وايي:
اسمانه کړنگ وهه رالويږه
په مونږ قيامت شو چې په ټولو قيامت شينه


















