کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
له بهرنیو چارو وزارت وروسته ګډ حکومت هم د سولې په اړه د قطر د بین الافغاني غونډې د خپرې شوې اعلامیې هرکلی کړی دی.
د حکومت مشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو په پایله کې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي.
صدیقي وویل افغان حکومت د یادې غونډې له ګډونوالو څخه مننه کوي چې د جګړې او تاوتریخوالې د ختمولو لپاره یې د تلپاتې سولې، د سیاسي او ټولنیز عدالت، د خلکو د اساسي حقوقو د خوندیتوب، دملي وحدت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه یې خپل نظرونه له طالبانو سره شریک کړل.
نوموړي په دغې ګډې اعلامیې کې د اسلامي نظام ټکي ته په اشارې وویل چې د افغانستان نظام د تاریخ په اوږدو کې اسلامي نظام و او د افغانستان د اساسي قانون په اساس اسلامي دی او اسلامي به وي.
دیادونې وړ ده چې له دې بین الافغاني ناستې وروسته طالب اوامریکایي پلاوی نن سه شنبه یو ځل بیا مذاکراتو ته ناست وو.
همدا مهال دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، ما نن د طالبانو سره یو ملاقات لاره. زه اوس د چین پر لور روان یم، او بیا به واشنګټن ته ولاړم سم، تر څو هلته د خپلو خبرو په اړه رپوټ ورکړم او هم سلا مشورې وکړم.


















