د ښځو لپاره د تعلیم جدا ځای د طالبانو معقول پیشنهاد!!

غورځنګ
دا چې دومره تعلیم او علم چې د خپل ژوند ورځېنۍ چارې پرې پر مخ بوځي؛ پر هر نارينه او ښځينه فرض دی، نو په همدې اساس بايد د شرايطو د برابرېدلو پر اساس هر څوک پر خپله ټوله کورنۍ؛ که هغه نارینه وي او که ښځينه، علم او تعلیم وکړي. تر څو ائينده او راتلونکی نسل پر علمي ګاڼه سمبال شي او په پای کې يوه ښه او سالمه ټولنه رامنځته شي.
خو دا چې تعليم د سالميت او ښه والي لور ته بوځو نو باید هغه نظام چې صليبيانو د تعلیم او علم لپاره رامنځته کړی دی؛ له منځه یوسو، تر څو مو په علم سمبال ځوانان له هر ډول فحشاء او هر ډول نجسو اعمالو څخه په امن واوسي او توجه يې يوازې او يوازې د علم او تعلیم لور ته واوړي.
له بده مرغه له کومه وخته چې د اسلامي نړۍ واګي يا نېغ په نېغه صليبيانو او يا هم د دوی روزل شويو ګوډاګيانو ته سپارل شوې دي، له هماغه وخته په اسلامي نړۍ کې د تعليم په برخه کې يو لوی فساد هم رامنځته شوی دی، چې د دغه فساد مخنيوی اوس خورا زيات وخت غواړي.
دغه نظام چې د تعلیم او تربيې په برخه کې خورا د صليبيانو او نورو يهودانو او مغرضو کفارو په ګټه تمام شوی دی کو اېجوکېشن يا هم مختلطه زده کړه نومېږي.
د دې پر ځای چې د دغه ډول زده کړې ګټې اسلامي ټولنې ته ورسېږي، خو تاوانونه يې سل چنده زيات دي.
دا چې اسلام مونږ هدايات او لارښوونې کړي چې ښځه بايد له اړتيا پرته له کوره ونه وځي، نو په همدې اساس دغه حکم مونږ تعميل کړی دی، خو له کومه وخته چې صليبيانو دغه د مختلطې زده کړې په نامه د زده کړې پروګرامونه پيل کړي دي نو د مسلمانانو دخويندو او لورانو عزت له منځه تللی دی.
خو دلته يوازې په هغه څه غږېږو چې طالبانو يې پېشنهاد او وړانديز کړی دی، دغه وړانديز چې پکې ويل شوي دي چې د تعليم او تربيې په برخه کې بايد ښځې او نارينه جدا جدا وي يعنې د مختلطې زده کړې پروګرام بايد له منځه لاړ شي.
د طالبانو دغه پېشنهاد او وړانديز معقول او له انساني او اسلامي سالم ژوندانه سره سم او ورته دی، ځکه چې هر مسلمانان دغه تمه او توقع لري چې زنانه يې هم تعلیم او تربيه ولري او هم يې عزت او ناموس خوندي واوسي، چې د ناموس دغه خوندیتوب په مختلطه زده کړه کې بلکل نه وي بلکې په مختلطه زده کړه کې د ښځې لپاره د هر ډول خواهشاتو د سړولو لپاره د هر ډول اړیکو د جوړولو زمينه مساعده او برابروي. مګر که چېرته د زده کړې لپاره څه داسې ترتيب وشي چې د نارينه وو د زده کړې هر څه ځانته جلا او د ښځينه وو لپاره بيا جلا سيستمونه برابر کړل شي.
همداشان د تعليم لپاره د طالبانو دغه طرحه ځکه سمه او معقوله ده چې د تعليم او تربيې په اصولو کې د شاګرد يا محصل لپاره دا شرط دی چې مکمله توجه يې بايد استاد، درس، کتاب او نورو درسي موادو ته وي، مګر که چېرته تعليمي سيستم کو اېجوکېشن وي نو بيا خو دغه اصل او دغه شرط بلکل له منځه ځي، ځکه چې بيا به نارينه او ښځينه ټول شاګردان د خپلو خواهشاتو د سړولو په فکر کې وي او درس به ورڅخه پاتې وي.
په پای کې بايد ووايو چې د تعليم او تربيې په برخه کې د طالبانو لخوا وړاندې شوی پېشنهاد له هره اړخه معقول دی او بايد په افغانستان کې عملي شي.



