د بېجينګ درې اړخيزه ناسته کې پر څه موافقه شوې؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۲) 

د افغان سولې په تړاو د چين په پلازمينه بېجينګ کې د امريکا، چین او روسيې تر منځ درې اړخيزه ناسته ترسره شوه چې پکې پر ځينو مسائلو موافقه شوې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې په یاده ناسته کې مو پر ځينو مسائلو موافقه وکړه چې پکې د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو تر منځ په سمدستي توګه داسې مذاکرات پيلول چې د سولې یو چوکاټ طرحه کړای شي او د راتلونکي لپاره داسې طرحه وړاندې شي چې ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

د خليلزاد په وينا، په یاده ناسته کې موافقه شوې چې په سمدستي توګه بايد تشدد کم، د دايمي اوربند تر څنګ بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شي زياتوي چې ډير ژر به نور ذي دخله هيوادونه هم په دغه پروسه کې ورګډ کړو.

په یاده غونډه کې کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د چين ځانګړي استازي ډينګ جيون او د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف سربيره د پاکستان استازو هم د څه وخت لپاره ګډون کړی و.

په بېجيګ کې تر دې مخکې هم هم ورته ډول غونډې جوړې شوي او د يادو څلورو هيوادونو په ګډه اعلاميه کې راغلي چې د سلا مشورو دغه بهير به روان ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button