له مسيحيت وروسته اوس د کابل په زړه کې د بهائيت فتنه

په تېر پسې ….

ډاکټر يوسف اکبري

بهائیت یا با بیګري هغه خوځښت دی چې په کال ۱۸۴۴ کې د انګلیسي ښکیلاک تر نظر لاندې وټوکیدو چې اساسي هدف یې د مسلمانانو د عقیدې فاسدول او د مسلمانانو یووالی له میځه وړل او له بنسټیزو او د اسلامی امت محوری مسایلو څخه یې بې لارې کول دی، او د بهائیت تر ټولو اهمې ځانګړنې او مشخصات په لاندې توګه دي:

1- باطل او بې لارې کوونکی مذهب.

2- د فحشاء او منکراتو دودوونکی اباحي مذهب.

3- د باطني ټولو مذاهبو نه تر ټولو بد مذهب دی.

4- د شیعه ګانو په جامه کې یو مسیحی مذهب دی.

5- هغه مذهب دی چې د اسرائیلو، روسیې او ښکیلاکګرو هیوادونو سره د ځانګړو اړیکو درلودونکی مذهب دی.

د دې مذهب د بنسټ ایښودنې موخې

1- د اسلام ټول احکام او بنسټونه لغوه کول.

2- د جهاد فریضه لغوه کول.

3- د امر باالمعروف او نهی عن المنکر  فریضه لغوه کول.

4- ښکیلاکګر ته چوپړ کول.

5- د اسلام حقه عقاید په خرافي تحریف شویو او نورو باطلو په ځانګړي ډول د مسیحیت په معتقداتو بدلول

6- د اباحیت دودول.

د دې خوځښت بنسټ اویښدنه او تر ټولو مشران شخصیتونه یې

دا خوځښت میرزا علي محمد رضا شیرازي ( 1819- 1849 م) په کال 1844 تاسیس کړ، او ځان ته د باب نوم کیښود، چې له مړینې وروسته یې میرزا حسین علی چې په بها مشهور د هغه ځای ناستی او عهده لرونکی وګرځید، او له دې تاریخ نه وروسته دا خوځښت د بهائیت په نوم مشهور شو. نوموړی یو کتاب هم د (الأقدس) په نوم تأیف کړ. بها په کال (1892م) ومړ.

د دې خوځښت له بنسټ ایښودونکی او ځای ناستې نه وروسته تر ټولو مهم شخصیتونه عبارت دي له:

1- نگاهی به آئین بهائی ص : 108. قرة العین ( 1230- 1269 هـ ) دا یوه ښځه وه چې له اخلاقي نظره بې لارې وه، چې د دنیا د لا زیاتې عیش او عشرت او ګټې اخیستنې لپاره له خپل میړه نه تښتیدلې وه په کال 1269هـ کې په بدشت کنفرانس کې یې اسلامي شریعت منسوخ اعلان کړ او په همدې کال شاه هغه په دار وخیژوله. لعین عبدالبها د هغې په مدحه کې خپل نظر داسې څرګندوي: « په دې ورځو کې د ښځو له جملې نه یوه هم قرة العین وه. دا صبیه د اسلام له علماو څخه وه د حضرت باب د ظهور په پیل کې ورڅخه عجیبه آثار، قدرت او عجیبه زړورتیا څرګند شول چې په اوریدو یې ټول حیران کړل او د ایرانیانو د پخوانیو دودونو پر خلاف یې حجاب لرې کړ او نقاب یې په کلي ډول لرې کړ …. »

2- د بها ورور یحیی علی چې په ازل مشهور و: هغه له خپل ورور سره د ځای ناستي په اړه اختلاف وکړ او په پایله کې ورڅخه جلا شو، هغه یو کتاب لري چې (الالواح) نوم لري ورور یې ورسره خیانت وکړ هغه او د هغه پیروان یې په قتل ورسول.

نور بيا ….

مربوطه مطالب

Back to top button