(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۳)
د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې چارواکي او طالبان یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
چارواکي وايي، د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي چې تر شپيتو پورې طالبان پکې وژل شوي او یو شمير نور ټپيان دي خو طالبانو د چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.
د چارواکو په وينا، دغه عمليات د هرات د والي په مشرۍ روان دي.
طالب وياند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، د پښتون اړوند په کشمير آباد سيمه کې يې د دولتي ځواکونو عمليات له ناکامۍ سره مخ کړي زياتوي په جګړه کې څلويښت اربکيان وژل شوي او پنځه ويشت تنه نور ټپيان دي.
د احمدي په وينا، یو فلډر موټر، دوه موټرسيکلونه او یوه اندازې وسلې هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.
دغه راز نوموړي په یوه جلا ټويټ کې ويلي، چې پښتون زرغون کې پنځه سنګوري اربکيان طالبانو ته تسليم شوي او خپلې څلور ميله وسلې او یو دوربين يې هم له ځان سره وروړي دي.
په وروستيو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې توندې شوي چې تر ډيره پکې عسکرو درنه مرګ ژوبله اوړي خو امنيتي مسؤولين دغه مرګ ژوبله پټه ساتي څو د عسکرو پر مورال يې تاثير ونه کړي.


















