میدان وردګ: ګډو ځواکونو شاوخوا پنځلس ملکي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۳) 

د میدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې شاوخوا پنځلس کسان وژل شوي او یو شمير نور ټپيان دي.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ په بلندخيلو، لاغریو، کمال خيلو او چوپان کليو باندې ترسره شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، ګډو ځواکونو يوولس ملکي وګړي وژلي چې څلور تنه پکې د شيرزمان اکا په نوم د یوه کليوال زامن دي.

راپور زياتوي، عملياتي عسکرو د یو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي او ځينې کورونه يې زیانمن کړي دي.

ځينې راپورونه د وژل شويو کسانو شمير له څوارلس تر اتلس ښودلی په وينا يې پنځه تنه پکې ټپيان شوي هم دي.

که څه هم ولايتي چارواکي وايي، په عملياتو کې وژل شوي کسان طالبان دي خو ځايي اوسيدونکي وايي چې وژل شوي ټول ملکيان دي او هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.

څو ورځې مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې دعملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ زوبله اوښتې وه.

په وروستيو کې د هيواد په بيلابيلو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو له خوا شپني عمليات زیات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي هدف ګرځي او مرګ زوبله ورته اړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button