د لمانځه مسائل (۸۵ مه برخه) په لومړي صف کې د ځاى نيونه او مصحف ته د شا کولو حکم

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : يوه سړي ته په جومات کې په لومړي صف کې د خولۍ يا دسمال په کيښودلو سره د ځاى نيول څرنګه دي؟ په وړاندې صف کې خلک ناست دي او زيد په وروستني صف کې د قرآنکريم تلاوت کوي، د کوم له امله چې د خلکو شا د قرآنکريم لوري ته دى، آيا د زيد دا طريقه روا دى؟.

ځواب : د ځاى نيونه منع نه دي، البته د بل کس له خپل ځاى څخه پورته کول مکروه دي، د قرآنکريم او نورو ديني کتبونو لور ته د پښو غځول مکروه دي، شا ور اړول مکروه نه دي ([1]).

د خنثى ځاى د کوچنيانو له صف وروسته دى

پوښتنه : د خنثى (ايجړا) امامت روا نه دى، مګر هغه ته په لومړي صف کې دريدل څرنګه دي؟.

ځواب : که چيرته په ايجړا کې نارينه نښې زياتې وي نو په لومړي صف کې دريدلاى شي، او که چيرته د زنانه نښې پکې زياتې وي نو د زنانه ؤ په صف کې به دريژي، او که د دواړو نښې بکې برابرې وي نو د هغه ځاى د کوچنيانو او ښځو په مينځ کې دى، يعنې له کوچنيانو وروسته او له ښځو دمخه ([2]).

که چيرته له يوه مقتدي وروسته دويم راشي نو چيرته به دريژي

پوښتنه : امام او يو مقتدي د هغه ښي لوري ته ولاړ دي او دواړه د رکوع په حالت کې وي چې يو بل لمونځ کونکى راشي، اوس هغه لمونځ کونکى يو رکعت ضايع کړي او که د امام چپ لوري ته ودريژي څه حکم دى؟ که چيرته د امام چپ لوري ته ودريژي نو له رکوع وروسته امام ته وړاندې تلل پکار دي که چيرته ځاى وي، او که ځاى نه وي نو د مقتدي شا ته را کش کول پکار دي؟.

ځواب : که چيرته له امام سره يو مقتدي وي او هغه د امام ښي لوري ته ولاړ وي او بيا کوم بل مقتدي راشي او په لمانځه کې ور سره شريکيژي نو دا هم روا ده چې امام وړاندې ولاړ شي، دا هم روا ده چې مقتدي ته اشاره وکړي چې هغه شا ته ولاړ شي، دا هم روا ده چې وروسته راتلونکى کس په خپله مخکنى کس شا ته راکش کړي، که چيرته په وروسته کې راتلونکى کس چپ لوري ته وريژي او امام په رکوع کې وي نو چې امام له رکوع څخه فارغ شي امام دې وړاندې ولاړ شي ([3]).

د سختې ګرمي له امله د لومړي صف پريښودل

پوښتنه : د يوه جومات په يوه برخه باندې چت دى او په بله برخه يې نشته، يو لوى عالم خلک په زوره په ګرمي کې په اول صف کې په ګډون کولو باندې مجبوروي چې په اول صف کې فضيلت ډير دى، دا په داسې حال کې ګرمي ډيره سخته وي، نو په داسې صورت کې مقتديان څه وکړي؟.

ځواب : هر کله چې د سختې ګرمي له امله د جماعت پريښودل روا دي، نو د اول صف پريښودل خو په طريقه اولي روا دي، البته کوم وخت چې ګرمي دبرداشت وړ وي نو د لومړي صف فصيلت حاصلول پکار دي ([4]).

که چيرته يو مقتدي پاتې شي نو مقتدي به څه کوي

پوښتنه :که چيرته امام او دوه مقتديان لمونځ کوي، د يوه مقتدي اودس مات شي او ولاړ شي او هغه بل مقتدي په خپل ځاى او امام په خپل ځاى لمونځ وکړي نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : کيژي ([5]).

د لومړي صف فصيلت

پوښتنه : آيا په لمانځه کې په لومړي صف او دويم صف کې د دريدلو په ثواب کې فرق شته دى؟ او په صف کې ښي او چپ لوري ته دريدلو کې څه فرق دى؟.

ځواب : د لومړي صف ثواب زيات دى، د امام شا ته دريدل بهتر دي بيا ښي لوري ته ([6]).

که يو کس په اول صف کې سنت شروع کړي او جماعت ودريژي نو څه کول ورته پکار دي

پوښتنه : که چيرته يو سړى په اول صف کې سنت شروع کړي او لژ وروسته جماعت ودريژي، دا په داسې حال کې چې صف هم يو وي، اوس نو دغه کس په دغه صق کې سنت پوره کړي بيا په جماعت شامل شي او که سنت پريژدي شا ته شي او د سنتو له پوره کولو وروسته په جماعت کې شامل شي؟.

ځواب : سنت دې وکړي او د له امام سره دې شريک شي ([7]).

که چيرته مقتدي يو نا بالغه وي او بل بالغ وي څه ډول به دريژي

پوښتنه : يو مقتدي او يو نابالغ هلک دي، دوى وداړه امام په خپل ځان پسې شا ته درولاى شي او که نه؟.

ځواب : درولاى يې شي، بلکې همداسې کول پکار دي ([8]).

که چيرته د امام شا ته صف کم کوي او له هغه وروسته بل صف لوى وي

پوښتنه : که چيرته د امام شا ته صف په څوارلسو سړيو مشتمل وي او له هغه په وروسته صف کې تقريباً سل کسان وي، نو آيا کوچنى صف لومړى جوړيدلاى شي او له هغه وروسته لوى صف جوړولاى شي؟ .

ځواب : که چيرته د امام شا ته د ځاى د کموالي له امله په صف کې څوارلس کسان وي او له نه په وروستني صف کې سل کسان وي نو شرعاً په دې کې هيڅ خبره نشته، صحي دى ([9]).

امام ته په محراب کې دننه دريدل مکروه دي

پوښتنه : امام ته په محراب کې دننه دريدل څرنګه دي؟.

ځواب : که چيرته امام په محراب کې ولاړ وي او مقتديان د باندې وي نو لمونځ مکروه دى، هو ! که چيرته د امام پښې له محراب څخه د باندې وي نو لمونځ صحي دى ([10]).

که چيرته د امام او مقتديانو په مينځ کې پرده حائله وي

پوښتنه : که چيرته لمونځ له جومات څخه د باندې کيژي او په مينځ کې پرده راځوړند وي نو د باندې خلکو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : که د امام په رکوع، سجده او نورو حرکاتو باندې خبريژي نو صحي دى ([11]).

([1]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٩٤، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٩٠، قبيل باب الوتر والنوافل، فتاوى عالمګيرية، ج : ٥، ص : ٣٢٢، الباب الخامس في آداب المسجد والقبلة والمصحف الخ.

([2]) احسن الفتاوى، ٣ : ٣٧٦، بحواله : ردالمحتار، ج : ٥، ٥١٤، ردالمحتار، ج : ٥، ص : ٣٤.

([3]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٩٩، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٦٨، وکذا في فتح القدير، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٣٥٧.

([4]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٩٥، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤١١، باب الامامة.

([5]) فتاوى محموديه، ٦ : ٥٠٠، بحواله : البحرالرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ٦١٦، البدائع، کتاب الصلوة، الفصل الخامسو في بيان مقام الامام والماموم، ج : ١، ص : ٨٨.

([6]) کفايت المفتي، ٣ : ١٣٩، بحواله : الدرالمختار، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٨٧، عالمګيرية، الباب الخامس في الامامة، الفصل الخامس في بيان مقام الامام والماموم، ج : ١، ص : ٨٩.

([7]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٠٠، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥٢٨، قبيل مطلب في کراهة الخروج من المسجد بعد الاذان باب اداراک الفريضة.

([8]) فتاوى محموديه، ٦ : ٥٠٢، بحواله : حاشية اطحطاوي علي مراقي الفلاح، کتاب الصلوة، فصل في بيان الاحق بالامامة، ص : ٣٠٨.

([9]) فتاوى محموديه، ٦ : ٥١٥، بحواله : بذل المجهود، کتاب الصلوة، باب تسوية الصفوف، ج : ١، ص ٣٦٠، البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦١٩.

([10]) کفايت المفتي، ٣ : ١٤٥، بحواله : التنوير وشرحه، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها، ج : ١، ص : ٦٤٥.

([11]) فتاوى محموديه، ٦ : ٥٣١، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٨٦ – ٥٨٧، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الفصل الرابع في بيان ما يمنع صحة الاقتداء وما لايمنع، ج : ١، ص : ٨٨.

مربوطه مطالب

Back to top button