ټرمپ: کېم داروچ یو بې منطقه، بې سوچه اواحمق انسان دی

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا ولسمشر دبریتانیا د پخواني سفیر کېم داروچ په څرګندونو توند غبرګون ښودلی ، اونوموړی یې یو بې منطقه اوبې سوچه انسان یاد کړی.
امریکا کې د بریتانیا پخواني سفیر کېم داروچ ویلي وو چې د ده په باور ټرمپ ځکه له ایران سره د ځواکمنو هېوادونو له تړونه ووت چې دغه تړون دامریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ترتیب کړی و.
داروچ به خپلو تېرو څرګندونو کې په ولسمشر ټرمپ کلکې نیوکې کړې وې چې ټرمپ یې په غبرګون کې ویلي، داروچ یو احمق انسان دی او دا څرګندونې یې بیخي احمقانه دي.
کېم داروچ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ویلي وو چې د ټرمپ ادارې دا کار د ایډیالوژیکو او شخصي دلایلو له مخې کړی، نه د یوه ډیپلوماټیک اقدام په توګه.
د هغه په خبره ټرمپ ځکه له تړونه ووت چې تل به یې دې تړون ته د اوباما تړون خطاب کاوه.
ټرمپ ویلي، داروچ یو بې سوچه، پوره احمق او بې منطقه انسان دی، ځکه نو له څرګندو حقایقو سترګې پټوي، اوهرڅه دخپل ناقص دید له نظره ګوري.



