بدر بتار
په افغانستان کې د کابل د ادارې د تشکيلاتو په چوکاټ کې د ولايتونو لپاره نظامي او ملکي چارواکي د بهرنيانو له موافقې پرته نشي ټاکل کيدلای او بهرنيان د هغه چا له ټاکلو سره موافقه کوي کوم چې دوی ته زيات وفادار وي او د دوی د استخباراتي سازمانونو لپاره په اړونده ولايت کې استخباراتي چارې هم پرمخ بوزي، خو زياتره هغو اشخاصو ته چې په خپلو ولايتونو کې دندې ورکول کيږي د يو خاص پروتوکول له مخې ورکول کيږي، دوی بايد د بهرنيانو په ګټه د ځينو خاصو فعاليتونو د سرته رسولو ژمنه ورکړي، بيا به خپل ولايت کې دنده ورته سپارل کيږي او يا ځينې اشخاص په خپله بهرنيانو ته وړانديز کوي او په خپل ولايت کې بهرنيانو ته د دوی په ګټه د يو لړ خاصو فعاليتونو ټټر وهي. دا فعاليتونه زياتره د استخباراتي او نظامي موخو لپاره وي.
داسې ښکاري چې د ميدان وردګو والي مظفرالدين چې د حکمتيار د حزب يو پخوانی قوماندان دی او د همدې ولايت د جلګې ولسوالۍ اوسيدونکی دی د همداسې يو پروتوکول له مخې د ميدان وردګو ولايت والي ټاکل شوی. څرنګه چې په ميدان وردګو کې طالبان ډير فعال دي او په زياتره سيمو کې يې د ګډ حکومت واک د ولسواليو تر ودانيو پورې محدود کړی، کيدای شي نوموړي به دا وعده ورکړې وي چې د يو لړ سياسي او مالي امتيازاتو په بدل کې به د طالبانو فعاليت کمزوری کوي او د حکومت واک به پراخوي.
له همدې امله له کومې ورځې چې دی د ميدان وردګو ولايت لپاره د ګډ حکومت د والي په توګه ټاکل شوی له هماغه ورځې څخه د ميدان وردګو ولايت په بيلابيلو برخو کې د ګډ حکومت د ځانګړو ځواکونو په شپنيو چاپو ، ړندو بمباريو او نورو عملياتو کې زيات ولسي خلک په نښه کيږي او زياتره وخت په دغه عملياتو کې له يوې مخې پوره پوره کورنۍ له منځه ځي او غړي يې په شهادت رسيږي او کورونه يې نړول کيږي. چې دا بيګا شپه د جغتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپني عمليات او د اتلس ولسي وګړو قتل عام چې د يوې کورنۍ څلور تنه چې وروڼه دي هم پکې په شهادت رسيدلي د يادو قتل عامونو ښکاره بيلګه ده .
مظفرالدين غواړي له امريکايانو څخه سياسي او مالي امتيازات د خپل قوم په قتل عام تر لاسه کړي، د تعجب ځای دا دی چې بيا دغه قتل عامونه د ګډ حکومت د وياندويانو، پلويانو او رسنيو له لارې په يو نه يو ډول توجيه کيږي او يا بيخي چوپه خوله پرې پاتې کيږي، دوی يا ولسي خلکو ته اوښتي قصدي تلفات طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په نامه اعلانوي، يا يې په دې نامه توجيه کوي چې جنګ دی او په جنګ کې خو حلوا نه ويشل کيږي او يا يې داسې توجيه کوي چې همدغه ولسي خلک طالبانو ته په کورونو کې ځای او ډوډۍ ورکوي نو ځکه بايد ووژل شي.
حال دا چې که په لويو ښارونو کې د طالبانو په کوم بريد کې د ودانيو د شيشو په ماتيدلو څوک ټپيان شي لويه غوغا جوړه کړي او ټولې رسنۍ په سر واخلي.
مظفرالدين او د ده په څير نور چارواکي بايد په دې پوه شي چې د خپل قوم او ولس په قتل عام دوی چې کوم سياسي او مالي امتيازات ترلاسه کوي او د خپلو زامنو او اولادونو د حال او مستقبل هوساينه پکې لټوي، له بشري او اخلاقي پلوه دا يو ډير ناوړه او د رټنې وړ مردود فکر او عمل دی. دوی بايد پوه شي چې د ظلم کاسه نسکوره ده او له دوی څخه دمخه داسې ډير ظالمان د لوی الله جل جلاله له سخت ګرفت سره مخ شويدي او د هيواد په بيلابيلو برخو کې په دې نيږدې تير کې د الله تعالی له لوري د داسې ظالمانو د نيونې ډيرې بيلګې زموږ په وړاندې دي.
څرنګه چې د مظفرالدين ظلم اوج ته ورسيد بايد ډير ژر د خپل ظلم بدو پايلو او د لوی الله جل جلاله سخت ګرفت او عذاب ته منتظر و اوسي.
















