د طالبانو سياسي دفتر: کابل حکومت او بهرني ملاتړي يې د اولس او مخورو د پريکړو احترام نه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۴)
په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په دوحه کې په بين الافغاني کنفرانس کې د نورو مسائلو تر څنګ پر دې هم پريکړه وشوه چې ښکيلې غاړې بايد د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راټيټه کړي خو په وينا يې له وروستيو پيښو داسې ښکاري چې کابل اداره او بهرني ملاتړي يې د اولس او مخورو پریکړو ته احترام نه کوي.
اعلاميه کې راغلي، چې د یاد کنفرانس وروسته د کابل حکومت او بهرنيو عسکرو د ملکي خلکو وژنه لا پراخه کړې چې ښکاره بيلګې يې د بغلان په ډنډ شهاب الدين کې، د هرات په شينډنډ کې په ملکي خلکو بمبار، او د میدان وردګو په دايمرداد کې په روغتون چاپه چې څلور ملکيان پکې ووژل شول، د پکتيکا ښرنه کې د اربکي قومندان له خوا د يوه ملکي وژل، او وړمه شپه د میدان وردګو په جغتو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د شپاړلس ملکي خلکو شهيدانول.
اعلاميه زياتوي: ” له دې پیښو ښکاري چي د کابل اداره او بهرني ملاتړي یې د دوحي د کانفرانس په څیر د ولس او مخورو د هیڅ کومي فیصلي احترام نه کوي”.
طالبانو د ګډو ځواکونو له خوا د ملکي خلکو وژل په کلکو ټکو غندلي او دا يې جنګي جنايت بللی.
طالبانو په دوحه کې د بين الأفغاني کنفرانس پر ګډونوالو غږ کړی چې له خپلو ژمنو سره سم د یادو عامه وژنو پر خلاف خپل غږ پورته او له ټولو ممکنه لارو څخه د دغو بوږنوونکو بشري ضد کړنو په مخنيوي کې خپل مسؤوليت ترسره کړي.
(همدا ډول موږ له نړیوالې ټولنې، بشري نهادونو، رسنیو او حقوقي ادارو څخه هم غواړو چې په افغانستان کې د ملکي خلکو د ژوند په اړه خپل مکلفیت پوره کړي، عملي ګامونه واخلي او د یادو جنایاتو په مخنیوي کې لاس په کار شي).
په وروستيو کې د ګډو ځواکونو له خوا په ملکي ميشت ځايونو شپني عمليات او بمبارۍ زياتې شوي چې تر ډيره پکې ملکي خلکي هدف ګرځي او هغوی ته مالي او ځاني زيانونه اوړي خو تر اوسه د دغه تلفاتو د مخنيوي د مسؤولو جهتونو له لوري لازم اقدامات نه دي شوي او د ملکيانو د وژنۍ لړۍ روانه ده.



