امریکا د ایران د خبرو وړاندیز رد کړ

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۴ چنګاش، ۱۳۹۸)
امریکا له ایران سره د خبرو وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې امریکا ته د ایران د خبرو وړاندیز پخوانی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې له ایران سره خبرې نه کوو.
پمپیو دا وروسته له هغه وایي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا په وړاندې خپل دریځ نرم کړی او ویلي یې دي چې له امریکا سره خبرو ته تیار دي خو امریکا دې بدماشي پریږدي.
که څه هم تر دې وړاندې امریکا بار بار ایران ته د خبرو وړاندیز کړی وو خو ایران نه مانه او ټینګار یې کاوه چې امریکا دې له خپلې سرټمبګۍ تیره شي، دوی به خبرو ته ورسره کیني.
دا په داسې حال کې ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې سختې خرابې شوي او امریکا لا هم په ایران د نورو بندیزونو خبره کوي.
ایران د امریکا د فشارونو په غبرګون کې د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره شوی اتومي تړون مات کړ او د یورانیمو بډایول یې له ټاکلي حده واړول.



