لوګر: زرغون ښار کې اربکیانو دملکي وګړو په غونډه برید کړی؛ ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې
کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
ځايي اوسېدونکو خبرورکړی چې په لوګر ولایت کې اربکي ملېشو دولسي وګړو په ګڼه ګوڼه حمله کړې، ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
راپورونو وایي، دابرید د ځایي اربکیانو له لوري تېره ورځ د لوګر ولایت د زرغون ښار په کاریز سعید کلي کې د ملکي وګړو پر یوه غونډه کړی چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او لس کسه نور ټپیان دي.
دغه پېښه داسې مهال شوې چې د سیمې خلکو د ولسي پاڅونکوونکو د ناوړه کړنو او ظلمونو له امله په اعتراض لاس پورې کړی و.
د همدې غونډې او اعتراض په ترڅ کې دوی د سیمه ییزو ولسي پاڅونکوونکو له لوري په نښه شوي دي چې تلفات یې اړولي.
اعتراض کوونکي د وژل شوو کسانو جسدونه ځان سره لېږدوي او دمګړی یې د کابل ګردیز لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
دوی له حکومت غواړي چې دغه مسئله دې ژر تر ژره وڅېړي او د خلکو غوښتنو ته دې ځواب ووايي کنه کلک ځواب به ورکړی.
داپه داسې حال کې ده چې بیګاه دهمدې ولایت مرکز شاو خوا دبهرنیو ځواکونو له لوري یو مسجد په نښه شوی و چې ډېری ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.



