(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۷)
د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې د لشکر طيبې د مشر حافظ سعيد د نيول کيدو هر کلی کړی دی.
نوموړي په يوه تازه ټويټ کې ويلي، چې پاکستان تر لس کلنې پلټنې وروسته د ممبي بريدونو طراح نيولی دی.
ټرمپ وايي، له تيرو دوو کلونو راهيسې پر پاکستان سخت فشار اچول شوی و څو نوموړی ونيسي.
د جماعة الدعوة ګوند مشر حافظ سعيد تر دې مخکې څو ځلې د ځينو تورونو پر سر د پاکستان حکومت نيولی او بيرته يې خوشې کړی دی.
که څه هم نوموړی په پاکستان کې ازاد ګرځيده خو ټرمپ ليکلي چې د نوموړي د موندنې لپاره يې پر پاکستان فشار اچولی و چې د ټرمپ د (موندنې) ټکی خبريالانو په ګوته کړی او نوموړي ته يې په ټويټ کې ليکلي چې نوموړی ازاد ګرځيده.
تر دې مخکې پر حافظ سعيد تورونه لګول شوي چې په هند کې يې ځينې بريدونه کړي چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده خو خپله حافظ سعيد دغه تورونه رد کړي دي.
په داسې حال کې د لشکرطيبه مشر نيول کيږي چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د پاکستان لومړی وزير عمران خان امريکا ته سفر وکړي او هلته له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.


















